روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

د افغانستان کرکټ ١٩کلنو لوبډلې ايرلېنډ ته لويه ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې په يوه دوستانه لCricketوبه کې خپلې سيالې ايرلېنډۍ لوبډلې ته په لوى توپير سره ماتې ورکړه.

د دواړو هېوادونو تر منځ دغه دوستانه لوبه نن په استراليا کې تر سره شوه، چې د لوبې په پيل کې پچه ايرلېنډ لوبډلې وګټله او افغانستان ته يې لومړى د بېټنګ کولو بلنه ورکړه.

 

افغان لوبډلې لوبه پيل کړه او په پنځوس اورونو کې يې د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته ٢٥٧ هدف وټاکه.

 

په بېټنګ کې افغان بېټسمينانو حشمت الله شهيدي، جاوېد احمد، نصير احمدزي يو په بل پسې. ٦٤،٣٤ او ٢٨ منډې جوړې کړې.

د لوبې په دوهمه برخه کې ايرلېنډ لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ٤٠ اورونو له لوبولو سره ١٥٦ منډې وکړې، چې په دې ترتيب سره افغانستان لوبه د ١٠١ منډو په توپير ترې وګټله.

په دغه لوبه کې افغان بالر يمين احمدزي د سيالې لوبډلې ٣ لوبغاړي، يونس احمدزي ٣ لوبغاړي سيداحمد شېرزا

٢ او جاويد احمدي يو لوبغاړۍ وسځاوه.

ټاکل شوې، سبا افغانستان له هندوستان لوبډلې سره هم يو دوستانه ٤٠ اوريزه لوبه تر سره کړي.

بايد وويل شي، چې افغان ١٩ کلنه لوبډله څه موده وړانې د استراليا ته د ١٩ کلنو د نړيوالو سياليو د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللې چې د روانې اګېسټ مياشتې په ١١ مه نېټه افغانستان خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره لري.

روزخبري آژانس

احمدخالد: امرخيل: کابل

د زمري ١٧مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c