روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

کرکټ بورډ: تاجکستان ته تللې افغان ښځینه کرکټ لوبډله رسمي نده

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټرCriket_womeenحامد شینواري وايې، د ډیانا بارکزۍ په مشرۍ تاجکستان ته تللې افغان ښځینه کرکټ لوبډله د دوى د کرکټ بورډ لوبډله نه بلکې د یوې موسسی لوبډله ده.

خو ویل کېږي چې افغان کرکټ بورډ له تاجکستان کرکټ بورډ څخه د سیالیو رسمي غوښتنه کړې، چې د تاجکستان له خواه منل شوې ده.

 

دښاغلي شینواري په وینا چې ډیانا بارکزۍ دافغانستان کرکټ بورډ رسمي کارکوونکې ده خو داجازې پرته یی لوبډله چمتو کړیده او تاجکستان ته دسیالیو په موخه تللي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې لوبډله افغان کرکټ بورډ سره هېڅ قسم تړاو نه لري نو له همدې کبله یې د لوبډلې مشره او د افغانستان کرکټ بورډ د ښځینه کرکټ مسووله او کپتانه ډیانا بارکزۍ د دې سرغړونې له کبله له دندې ګوښه کړې ده .

روزخبري آژانس ته د رسیدلو معلوماتو ته له مخې چې پرون د افغانستان ښځینه کرکټ لوبډله د ډیانا بارکزۍ په کپتانۍ کې د تاجکستان ملي ښځینه لوبډلې سره د دریو شل اوریزه لوبو لوبولو لپاره تاجکستان ته تللې ده.

روزخبري آژانس

احمدخالدامرخيل: كابل

د چنګاښ ۱۷ مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c