روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

حميد حسن نړيوالو لوبو ته تيار شوى دى

افغان کرکټ بورډ وایي، دوى له حمید حسن سره خبرې کړې، چHamid_Hassanی نوموړى به یواځې د ډاکټر په لارښونه خپل تمرینات تر سره او د دریم ځل لپاره به د پښې عملیات تر سره نه کړي.

 

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټرحامد شینوارى وايي، حمید حسن مومند سره یې په انګلستان کې خبرې کړې او هغه ورته ویلي دي، چې د دریم عمليات (اپریشن ) څخه بچ شوی او خپل عادي تمرینات به جاري وساتي.

 

د افغانستان کرکټ بورډ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ښاغلي شینواري له خولې د دې وړاندې وېره ښودلې وه، که په انګلستان کی هم حمید حسن د دریم ځل لپاره د پښې عملیات ترسره کړي نو شونې نده، چې په نړیوال جام شل اوریزه لوبو کې هم برخه واخلي.

حمید حسن څو میاشتې وړاندې د انګلستان خلاف د کرکټ نړیوالې شورا په ګټه لوبېده، چې ټپي شو او د هغې وروسته د څو ملي او نړیوالو سیالیو څخه پاتې شو.

نوموړي دوه ځلې په عربي اماراتو کې د خپلې پښې عملیات ترسره کړل، خو د حمید په وینا چې کومه ښه پایله یې نه درلوده.

افغان کرکټ بورډ نوموړې د ښې درملنې په موخه د یوې میاشتې لپاره انګلستان ته ولېږه چې د کرکټ بورډ په وینا باید نړیوال جام شل اوریزه سیالیو لپاره پخوانى حمید ولرو.

حمید حسن له پخوانۍ ادراې ګیله مند دى، چې سمه پاملرنه یې ورته ونه کړه او که پخوانۍ ادارې ورته پاملرنه کړای وې، نو اوس به روغ رمټ او دومره موده به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې څخه لرې نه واى.

روزخبري آژانس

احمد خالد امرخيل: کابل

د غبرګولي ١٤مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c