روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

ډاکټر حامد شینواری بیا د کرکټ بورډ اجرایوي ریس وټاکل شو

د کرکټ بورډ پخوانۍ مشر ډاکتر حامدzzz_Dr_Hamid_Shinwari شينوارۍ يو ځل بيا د کرکټ بورډ د اجرائيوي مشر په توګه وټاکل شو.

ډاکتر شينوارى د ماليې د وزير او کرکټ بورډ د مشر ډاکتر عمر زاخيلوال د پرېکړې له مخې، د کرکټ بورد د اوسني اجرائيوي مشر نسيم الله دانش پر ځاى ټاکل شوى دى.

د ماليې وزير او د کرکټ بورډ مشر ډاکتر زاخيلوال وايي، د ښاغلي نسيم الله دانش هڅې او کار هم د ستايلو وړ دى، خو دغه کار يې د کرکټ د لاښه پرمختګ په موخه کړى دى.  

د کرکټ بورډ مطبوعاتي دفتر څخه روزخبري آژانس ته رسېدلې خبرپاڼه وايي، نسیم الله دانش تر دې وروسته د مرستیال اجرائیوي مشر، ریس احمدزی د انتخاب کمیټې د ستر سلاکار په توګه، خیر محمد خان د مالي مدیر په توګه او مدیر عبدالعلي شینواری د مالي چارو د ستر سلاکار په توګه په دندو وګمارل شول. 

د کرکټ بورډ نوي اجرائیوي مشر ډاکتر حامد شینواری وایي، دا چې د افغانستان ٧٠سلنه نفوس ځوانان جوړوي نو د دغو ځوانانو د ظرفیتونو لوړولو او د کرکټ لوبې د لا پرمختګ په موخه زیاتو کارونو ته اړتیا لیدل کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه ظرفيتونو د لوړوالي او ښه پرمختګ له پاره یوه قوي  کاري ټیم ته اړتیا لري، چې دوى به يې په جوړولو کې هڅه وکړي او د کرکټ بورډ عواید د لوړولو په موخه یو منظم پلان جوړ کړي. 

هغه وویل(( باید په دونرانو اکتفا ونکړو، موږ اوس په هېواد کې نړیوال او ملي لوبغالي لرو، چې له دې نه باید په سمه توګه ګټه پورته شي.))

د هغه په وينا، کورنی کرکټ چې د کرکټ د ملا تیر او اساسي برخه جوړوي باید لا پیاوړی شي.

دغه راز نوموړي د بازار موندنې، مالي ملاتړ د پيدا کولو، د کرکټ له نړيوالې او اسيايي شورا ګانو سره د اړيکو ټينګول ډېر اړين وبلله، چې پر وينا يې له دې لارې به وکولى شي د کرکټ د نړيوالې شورا دوهم او يا هم اوله درجه غړيتوب تر لاسه کړي.

بايد وويل شي، چې د افغانستان کرکټ په ډېر کم عمر کې خورا لويې لاس ته راوړنې درلودې او په زياته پيمانه يې د نړيوالو پام ځان ته اړولى دى.

روزخبري آژانس

کابل: د غوايي ٣مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c