روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

٦٥٠ تنه لوى او واړه قاچاق وړونکي نيول شوي دي

د نشه يي توکوسره د مبارزې چار2_hand_cafe_with_drugsواکي وايي، د مخدره موادو پر ضد يې مبارزه ګړندى کړې، چې په ترڅ کې يې ٦٥٠ لوى او واړه قاچاق وړونکي او ١٤٠ ټنه بېلابېل مخدره مواد نيولي دي.

ياد شمېر قاچاق وړونکي او نشه يي توکي د افغان او بهرنيو ځواکونو په بېلا بېلو عملياتو کې د تېر يوه کال په موده کې نيول شوي دي.

 

د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې مرستيال باز محمد احمدي وايي، افغان ځواکونه د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې تر پخوا ډېر غښتلي شوي دي.

 

نوموړي د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې روزخبري آژانس ته وويل، چې د بهرنيو ځواکونو په ملاتړ افغان سرتېري په دې توانېدلې، چې اوس تر ډېره د مخدره موادو د قاچاق وړونکو مخه ونيسي او کارخانې يې له منځه يوسي.

دى وايي، يوازې د تېر کال په ترڅ کې ٦٥٠ لوى او واړه قاچاق وړونکي او دغه راز ١٤٠ ټنه نشه يي توکي د افغان ځواکونو له خوا ضبط او له منځه وړل شوي دي.

د احمدي په وينا، دغه قاچاق وړونکي او نشه يي توکي تر ډېره پورې د هېواد په سويل، سويل لوېديځ او ختيځو ولايتونو کې نيول شوي دي.

په همدې حال د هلمند د والي وياند هم وايي، چې په سويل کې د نشه يي توکو کار بار تر پخوا ډېر کم شوى او افغان ځواکونو د قاچاق وړونکو په وړاندې جدي مبارزه پيل کړې.

احمدي وايي، تر ډېره پورې پر افغان ځواکونو سربېره د نشه يي توکو قاچاق وړونکي او کارخانې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو ښکار شوي دي.

نوموړي د يوې تلېفوني مرکې په ترڅ کې روزخبري آژانس ته وويل، چې د دغه مبارزې په ترڅ کې يوازې تېرکال په هلمند کې ٢٥٠ لوى او واړه قاچاق وړونکي او لسګونه ټنه نشه يي توکي نيول شوي دي.

که څه هم دى وايي، چې په هلمند کې اوس د مخدره موادو کرکيله او قاچاق تر ډېره کم شوى، خو په وينا يې لا هم په هغه سيمو کې چې د دولت د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې دي او يا هم غصب شوې دښتې دي کوکنار پرې کرل کېږي.

هغه د هلمند ولايت ديښو او بغران هغه ولسوالۍ يادې کړې، چې د ده په وينا د دولت وسله وال مخالفين پرې ولکه لري او  کوکنار په کې کرل شوي.

نوموړي بهرامچه هغه سيمه ياده کړه، چې په خبره يې د قاچاق وړونکي او د دولت وسله وال مخالفين په کې د نشه يي توکو کار بار کوي او لوى مرکز يې دى.

خو وايي، دا مهال د افغان ځواکونو تر څنګ بهرنيو ځواکونو هم په هلمند کې د نشه يي توکو په وړاندې عمليات کړندي کړي، او په وار وار د ايساف ځواکونو په هوايي بريدونو کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي او کارخانې په نښه او له منځه وړل شوې.

په ورته وخت کې د قندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي، په کندهار کې هم د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه جدي شوې او په تېر يوه کال کې ١٦ ټنه نشه يي توکي او يو شمېر قاچاق وړونکي نيول شوي دي.

دى وايي، دا مهال د کندهار په مرکزي سيمو کې د نشه يي توکو کار بار تر ډېره کم شوى او قاچاق وړونکي د هېواد له اوږدو پولو څخه په کټې اخيستنې سره تر ډېره کار بار پولو ته څېرمه تر سره کوي.

دا چې په تېر کې د نيول شويو قاچاق وړنکو برخليک څه شوى او ايا د قانون منګولو ته سپارل شوي که نه په اړه يې د نشه يي توکو په وړاندې د ځانګړي عدلي او قضايي مرکز چارواکي هم مني، چې ګڼ شمېر لوى او واړه قاچاق وړونکي دوى ته سپارل شوي دي.

د ياد مرکز وياند احمد خالد موحد روزخبري آژانس ته وويل، چې په تېر يوه کال کې ٦٢٥ قاچاق وړونکي دوى ته ورپېژندل شوي، چې ځينې يې محکمه او په سزا رسېدلي او د نورو دوسيې يې تر څېړنې لاندې دي.

د موحد په وينا په دغه قاچاق وړونکو کې د کورنيو سربېره بهرني قاچاق وړونکي، مېرمنې، او دولتي کسان هم شتون لري، خو درې تنه يې ډېر لوى قاچاق وړونکي دي.

په همدې حال سيميز خلک هم وايي، چې د افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو له ګړنديتوب سره د دوى په سيمو کې د نشه يي توکو کار بار کم شوى دى.

دوى وړانديز کوي که دولت د نشه يي توکو د کر په بدل کې له کرونده ګرو سره مرستې زياتې کړي، نو خلک به نور هم له دولت سره د نشه يي توکو په لمنځه وړلو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې سروې وايي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيله زياته شوې ده.

روزخبري آژانس

احمد خالد امرخيل:کابل

د چنګاښ ١٨مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c