روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

د ايران يو نظامي قوماندان غلام رضا باغباني د مخدره موادوله قاچاق وړونکو سره لاس لري

لوېديځې رسنۍ وايي،د ايران ځينې نظامي چارواکي افغان قاچاق وDrugs_5ړونکو ته د نشه يي توکو د قاچاق زمينه برابروي او له همدې لارې  د دولت وسله والو مخالفينو ته وسلې رسوي.

 

د غربي رسنيو د معلوماتو له مخې دغه چارواکو ځکه افغان قاچاق وړونکو ته د مخدره مواد د قاچاق زمينه برابره کړې، چې له دې لارې غواړي په افغانستان کې وسله والو ته د وسلو مرستې ورسوي، او افغانستان ته د راغلو بهرنيو ځواکونو په تېره بيا د امريکا په وړاندې خنډونه جوړ او خپلې موخې تر لاسه کړي.

 

مخکې داسې انګېرل کېده، چې له افغانستان څخه د نشه يي توکو قاچاق يوازې عادي اېراني وګړي کوي، خو اوس غربي رسنيو او هېوادونو دغه کار د عادي ايرانيانو کار نه بلکې نظامي چارواکي په تېره بيا د ايران د سپاه پاسداران ډله هم شريکه بولي.

رسنۍ د سپاه پاسداران قدس د ځواک يوه جنرال غلام رضا باغباني يو له هغه کسانو څخه بولي، چې د نشه يي توکو افغان قاچاق وړونکو ته له افغانستان څخه د ترياکو او له ايران څخه افغانستان ته د وسلو د لېږد اسانتياوې برابروي.

وېل کېږي غلام رضا باغباني د افغانستان او پاکستان پولې ته نېږدې د ايران په زاهدان ښار کې د سپاه پاسداران قدس د ځواک قوماندان دى.

د امريکا د خزانې وزارت څه موده وړاندې په باغباني باندې بنديز ولګاوه او هغه يې له افغانستان نه د نشه يي توکو او په مقابل کې يې د دولت وسله والو ته د وسلو د ورکړې په قاچاق تورن کړ.

جنرال غلامرضا باغباني لومړنی ایرانی دی، چې د امریکا د حکومت له لوري د مخدرو موادو د مافیا په لیست کې شاملېږي.

د امريکا د خزانې وزارت وايي، د مخدرو موادو په کاروبار کې د جنرال باغباني برخه د ده جرم دوه برابره کوي ځکه چې دی د مخدرو موادو د قاچاق تر څنګ د تروریزم ملاتړ هم کوي.

قدس ځواک د ایران د سپاه پاسداران پټه شبکه ده، چې له ایرانه د باندې عملیات کوي او تر دې مخکې هم په ځلونو د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې او د وسله والو طالبانو په ملاتړ تورنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې ولسمشر حامد کرزي هم په يوه خبري غونډه کې وويل، چې په نشه يي توکو کې ښکېل ډېرۍ کسان افغانان نه دى.

ښاغلي کرزي ويلي وو، چې نشه يي توکي له نړيوال ترورېزم سره نېغ په نېغه اړيکې لري، چې زياتره ګټه يې نور اخلي. خو نوم بدى يې د افغانانو دى.

دا خبره افغان شنونکي هم کوي او وايي د افغانستان له نشه يي توکو څخه کمه ګټه افغانان او زياتره يې بهرنيان او په تېره بيا ګاونډي هېوادونه ايران او پاکستان اخلي.

د سياسي چارو شنونکى فضل  الرحمان اوريا وايي د ايران دولت د افغانستان د نشه يي توکو ګټه ٦٠ سلنه په خپله ګټه او د خپلو موخو په توګه کاروي.

نوموړي روزخبري آژانس ته د يوې مرکې په ترڅ کې وويل، چې د ايران دولت ځيني لوړ پوړي نظامي چارواکي د نشه يي توکو قاچاق وړونکو ته د قاچاق لار برابروي او په مقابل کې يې د دولت وسله والو مخالفينو ته په دغه پيسو وسلې او مرستې برابروي.

دى وايي د نشه يي توګو قاچاق د ايران دولت ځينې چارواکي په ناخبرۍ نه بلکې په اګاهانه ډول تر سره کوي، او غواړي له دې لارې په افغانستان کې خپلو موخو ته ځان ورسوي.

د اوريا په وينا د ايران دولت د نشه يي توکو دغه قاچاق او د وسلو برابرولو ته د سپين جنګ نوم ورکړى، چې شپېتنه سلنه ګټه ترې ور رسېږي.

ده وويل، چې که چېرې ايران د دغه قاچاق مخه ونيسي نو ښايي په افغانستان کې د نشه يي توکو په کر او توليد کې ٦٠ سلنه کموالى راشي خو په وينا يې ايران په لوى لاس نه غواړي د دغه کار مخه ونيسي.

په همدې حال د ولسي جرګې غړى عبدالرحيم ايوبي هم د افغانستان په نشه يي توکو کې د بهرنيو هېوادونو په تېره بيا د ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان لاس بر بولي.

دى هم وايي، چې د افغانستان د نشه يي توکو له ګټې څخه ٧٠ سلنه ايران او پاکستان ته رسېږي او هغوى يې په افغانستان کې د خپلو موخو تر سره کولو په لار کې مصروفي.

بايد وويل شي، چې د افغانستان له مخدره موادو څخه د کال ملياردونه ډالر تر لاسه کېږي، چې يوه برخه يې افغانانو او دوې برخې يې نړيوالې مافيا ته رسي.

روزخبري آژانس

محمدرحيم ملک زى

کابل: د غبرګولي ١٢مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c