روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

د دولت وسله وال مخالفين له کرونده ګرو د عشر په نوم نشه يي توکي اخلي

چارواکي او د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، په سويلي ولايتونو کېKoknar د دولت وسله وال مخالفين کرونده ګر د کوکنارو کر ته هڅوي او له هغوى د عشر او زکات په توګه ترياک ترلاسه کوي.

دوى وايي، کوکنار هم زياتره په هغه سيمو کې کرل کېږي، چې هلته د دولت وسله وال مخالفين په قدرت کې دي، او په کرونده ګرو په زور کوکنار کري.

 

په ولسي جرګه کې د کندهار ولايت استازى خالد پښتون وايي، د دولت وسله وال مخالفين له دغه کار څخه دوه موخې لري، يو دا چې غواړي، د دولت او کرونده ګرو ترمنځ ستونزې جوړې کړې، او له بلې خوا د کوکنارو څخه په ترلاسه شويو پيسو د خپلې جګړې له پاره وسلې او مهمات برابر کړي.

 

نوموړى د دې ترڅنګ دا هم وايي، چې د کوکنارو د مخنيوي په برخه کې مرستې پر ځاى نه دي لګول شوې، بلکې د ځينو کسانو شخصي جېبونو ته تللې، چې له امله يې د کوکنارو په کرکيله کې زياتوالى راغلى.

پښتون روزخبري آژانس ته وويل، له هغه ورځې چې نړيوالو ځواکونو ٢٠١٤ کال له افغانستان نه د خپلو وتو نېټه ټاکلې ورسره سم د کوکنارو په کښت کې هم زياتولى راغلى.

په ولسي جرګه کې د د ارزګان د خلکو استازى حاجي عبدالله بارکزى هم د دې خبرې پلخى کوي، او وايي، نشه يي توکي زياتره په هغه سيمو کې کرل کېږي، چې هلته د دولت وسله وال مخالفين واک لري.

دى وايي، وسله وال طالبان د دې ځاى کرونده ګر د کوکنارو کر ته هڅوي او له هغوى څخه په زور د عشر او زکات په توکه ترياک تر لاسه کوي.

خو د دولت د وسله والو مخالفينو په وار وار دا څرګندونې رد کړې او  وايي، دوى د خپلې مبارزې له پاره له حلالو پيسو څخه کار اخلي.

په سويل کې کندهار، هلمند او اروزګان هغه درې ولايتونه دي، چې د نشه يي توکو کرکيله او قاچاق په کې زيات دى، خو دولت ورته هېڅ ډول جدي پاملرنه نه کوي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازى نسيمه نيازى که څه هم وايي، په دغه ولايت کې د کوکنارو کچه د تېر په پرتله ټيټه شوې، خو د دې پخلى کوي، چې دولت ورسره مرستې نه دي کړې.

نوموړې روزخبري آژانس ته وويل(( ډېرى بزګران، د غريبۍ او بې کارۍ له امله کوکنار کري))

په همدې حال د هلمند امنيه قوماندان وايي په ولسواليو کې د کوکنارو د اړولو کمپاين پيل شوى، خو په وينا دغه کمپاين ځکه ورو ورو روان دى، چې د دولت وسله وال مخالفين د کرونده ګرو، څخه د دوى د کروندود ساتلو لپاره پيسې اخيستې او نه پرېږدي چي د کوکناور اړولو کمپاين پلى شي.

امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي، وسله والو طالبانو کرونده ګرو ته ګواښ کړى چې که يې کوکنار ونه کرل دوى به يې ووژني، خو وايي دولت يې هم په وړاندې جدي مبارزه پيل کړې ده.

د هلمند د والي وياند محمد داود احمدي مني چې، نشه يي توکي زياتره په قبضه شويو ځمکو او هغه سيمو کې کرل کېږي، چې يا دولت واک نه پرې لري او يا يې هم هلته ځواک کمزورى دى.

احمدي وايي، باغران او ديشو هغه دوې ولسوالۍ دي، چې هلته دولت پوره واک نه لري، او کروندګر يې د دولت د وسله والو مخالفينو په مرسته کوکنار کرلي دي.

خو زياتوي، چې سره له دې هم د کوکنارو په کشت کې کمښت راغلى او دوى له کروندګرو سره د فوډ زون يا حاصل خيزه سيمې تر نامه پروګرام لاندې د اصلاح شويو تخمونو، کمياوي سرو او کرنيزو وسايلو مرسته کړې.

د نشي توكو په وړاندې د مبارزې وزارت وياند عبدالقيوم ثامر هم وايي، په سويلي ولايتونو كه په بزګرانو باندې  زور زياتى شته خو په وينا يې په ډېرى لرې پرتو سيمو کې بزګران د خپلي نفعي لپاره کوکنار كري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګروملتونو سازمان د شمېرې له مخې له هغو لسګونو میلیارده ډالرو څخه سربېره چې له مخدروموادو څخه په تېرو لسو کلونو کې بهرنيو کارو باریانو تر لاسه کړي، دوه ملیارد یې د افغانستان په دننه کې بزګرانو او بېلا بېلو خواوو جیبونو ته اچوولي دي.

روزخبري آژانس

احمد خالد امر خيل

کابل: د کب ٢٣مه



 

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c