روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

دزندانيانو استازي:دکندهارعدلي ادارې مو دوسيې زره نه رافيصله کوي

په كندهاركې د زندانيانو استازو او د هغوى يوه مداCourt_2فع وكيل د دې ولايت پر عدلي او قضايي ادارو باندې نيوكي كوي چې دعدالت په خونديتوب كې پاته راغلي .

دوى دغه څرګندونې تېره ورځ د كندهارپه پريس كلب كولې.

خوپه ورته وخت كې د كندهارد استناف محكمې رييس قاضي دل آقا همت وايي، دوى د تيركال په جريان كې له ۲ زره څخه زياتي دوسيې فيصله كړي .

په كندهارپريس كلب كې راغونډو شويو د زندانيانو استازو خبريالانوته وويل چې د دې ولايت په عدلي اوقضايي اداروكې يې پروخت دوسيې نه څيړل كېږي .

دغه استازي زياته وي چې، دې حالت ناهيلي كړي او پر دوى يې ژور اغېز كړى .

له دغو استازو څخه يو تن عطا محمد روزخبري آژانس ته وويل چې محكمه بايد د هندارې په ډول وي چې هر يو خپله څېره په كې وويني.

ده زياته کړه((زمايوه محكمه خلاصه شوې او بله پرنيمايي پاته ده چې په مياشتو مياشتو ځم او راځم خو هيڅ نيتجه مې نده ترلاسه كړې.))

پرهمدې حال د دوى مدافع وکيلان هم له ورته ستوزې څخه سر ټکوي.

غلام سخي بڅركى چې ادعا كوي له تېرو پنځو كلونو راهيسې د يوه مدافع وكيل په توګه دنده ترسره كوي ،د دې ستونزو يادونه كوي .

دى وايي((ماحقوق لوستي او د حقوقي وكيلانو د ټولنې غړى يم چې زه نشم كولاى د خپل مئوكل حق ترلاسه كړم نو يو نا لوستى كس چې دلته دعوه ولري څنګه به له دې ستونزو سره مقابله وكړي.))

دغو ادعاوو ته په غبرګون كې د كندهار د استناف محكمې رييس قاضي دل آقا همت  وايي،د پرسونل د كمښت سره سره بيا هم توانېدلي ،چې ديوه كال په ترڅ كې له ۲ زره څخه زياتي دوسيې فيصله كړي .

نوموړى زياته وي چې پدغوقضيوكې د كورني امنيت ،جنايې او حقوقي دعوې شاملي وې .

نوموړي روزخبري آژانس ته وويل((،زه داچلنج دركوم چې هيڅ يوې محكمې به له دو مره ستونزوسره سره چې دپرسونل په برخه كې يې لري دومره كارنه وي كړى.))

پرعدلي اوقضايې اداروباندې دغه تازه نيوكې پر داسې حال كېږي چې تر دې مخكې هم له ورته ستونزو څخه يادونه شوې .

د چاروكتونكي پدې باوردي چې، په عدلي اوقضايي ادارو كې د دوسيو ځنډ،د دې سبب ګرځېدلى چې يو شمېر خلک د خپلو حقوقي دعوو د حل له پاره وسله والو طالبانوته مراجعه وكړي .

روزخبري آژانس

پامير:کندهار

د وري ٢٤مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c