روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

سرحدي پوليسوپه 4مياشتوکې شپږنيم ټنه نشه يي توکي نيولي

په ختيځ زون کې سرحدي پوليس وايي د تېروborder_Police_2 څلور مياشتو په ترڅ کې يې شپږنيم ټنه نشه يي توکي او يو شمېر قاچاق وړونکي نيولي.

په همدې حال د ننګرهار ګڼ شمېر خلک هم وايي،د نشه يي توکو د قاچاق په مخنيوي کې سرحدي پوليس ښې لاس ته راوړنې لري او په دغه ولايت کې يې ترډېره د نشه يي توکو د قاچاق مخنوى کړى.

د ننګرهارد سرحدي پوليسودلوا قومندان مل پاسوال امين الله امرخيل روزخبري اژانس سره ديوې ځانګړي مرکې په ترڅ کې وويل، په دغه اندازه نشه يي توکو کې هيرويئن هم شته يې چې د ننګرهارپه سرحدي سيمو کې له قاچاق وړونکو نيولي.

دى وايي، د نشه يي توکو قاچاق زياتره په غرنيو سيمو کې کېږي، هلته د هيرويئنو لابراتوارونه هم شته چې تېر کال يې دوه کارخانې ړنګې او په سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي سرحدي پو ليسو له منځه وړي.

امرخيل زياتوي چې، له سرحدي سيمو د نشه يي توکو ترڅنګ د وسلواو چاودېدونکو توکو قاچاق وړنکي هم ګټه اخلي او له پاکستان څخه افغانستان ته داخلېږي.

د ده په وينا د تېرکال په وروستيو کې يې د وسلو قاچاق وړونکي،فوځي يونيفورمونه ،2800 کيلوګرامه امو نيم نا يتريت 28کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او وسلې نيولې.

که څه هم په خيتځ کې سرحدي پوليس د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق په مخنيوي کې ښې لاس ته راوړنې لري خو دامرخيل په وينا په وړاندې يو شمېرخنډونه هم شته.

دى وايي يو شمېر لوړ پوري دولتي چارواکي شته چې، نه غواړي دمخدره موادو قاچاق بند شي او په دې لا رکې د دوى په کارونو کې خنډونه جوړوي.

امرخيل ددغه کسانو نومونه په ډاګه نه کړل خو ويې ويل((هوځينې داسې دولتي چارواکي شته دي چې زموږ په کارونوکې مداخله کوي،هغه په مرکز اوولايتونوکې دي زه اوس نه غواړم چې د هغوى نومونه واخلم خو په منا سب وخت کې به يې نومونه ستاسو په واک کې درکړم.))

جنرال امرخيل زياتوي چې د نشه يي توکوګڼ شميرقاچاق وړونکي د ډيورنډ کرښې هاخواجم ،کارخانو، حيا ت اباد اوباجوړکې ژوند کوي خوپه ننګرهارکې د هيروينو کارخاني لري .

هغه وايي،دوي معلومات لري خو داسې وسايل،وسلې او هوايي ځواک په واک کې نلري چې، په کلکه د مخد ره توکو دقاچاق مخه ونيسي، چې په وينا يې همدا د سرحدي پوليسو دکار په وړاندې لويه ستونزه ده.

اميرخيل هغه راپورنه هم تاييدکړل چې،د افغانستان اوپاکستان ترمنځ دنشه يي توکود قاچاق له پاره دبار وړو نکوموټروڅخه ګټه اخيستل کيږي اوددغه پولې ترمنځ زياتره هيروين د باروړونکوموټروله لارې انتقاليږي .

هغه وايي،داسي راپورونه لري خو په وينا يې اوس په ګمرکاتوکې سرحدي پوليس شتون نلري اوګمرکات ځا نګړي پوليس لري .

دى زياتوي چې په سرحدي ګمرکاتوکي د سکنرماشينونو دنشتوالي له  امله  دنشه يي توکوزياتره قاچاق وړو نکي دبار وړونکوموټروله لارې قاچاق په اسانى سره  ترسره کوي .

دسرحدي پوليسو دلوا قومندان وايي چي دنشه يي توکيودقاچاق په اړه يي خپلي انديښني دمرکزي دولت اونړ يوالي ټولني سره شريکي کړې او په وينا يې د دې کار د مخنوي له پاره يوې سميزې او نړيوالې همکارۍ ته اړتيا ده .

روزخبري آژانس

سادات:ننګرهار

د وري 16مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c