چارواکي وايي، سږ کال به په هلمند ولايت كې له هغه كروندګروسره جدي قانوني چلند وشي، چې د كوكناروپه كرلاس پورې كوي.
په همدې موخه تېره ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت له خوا يوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د نشه يي توكوپه وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو ، د هلمند والي محمد ګلاب منګل، سلګونو قومي مشرانو او ديني عالمانو ګډون کړى وو.
د هلمند والي محمد ګلاب منګل وويل: چې په دې ولايت كې د حاصل خېزو سيمو تر نا مه لاندې پروګرام څلورم كال ته ننوځي او دا پروګرام هلمند ته د يوه امتياز په توګه ورکړل شوى.
نوموړي زياته کړه، چې هلمند ته د دغه پروګرامه د ورکړې په اړه، ځينې كروند ګر داسې فكر كوي، چې ګواكې دا د دوى حق دى او كه مرسته ورسره ونه شي يوځل به بيا د كوكنارو په كرلاس پورې كړي.
خو په وينا يې سږكال به د تېروكلونو په پرتله قانون په جدي توګه عملي كېږي اوهغه كروند ګربه څارنوالۍ ته ورپېژندل كېږي، چې د كوكنارو په كرلاس پورې كوي.
په همدې حال د نشيه يي توكو په وړاندې د مبارزې د وزارت د پلانګذارۍ معيين محمد ابراهيم ازهر د خپلې وينا پر مهال وويل: وزارت هم پلان لري، لومړى هغه كسان چې په ډېره ځمكه كوكنار كري د قانون منګولو ته وسپاري او وروسته به هغه كسان ونيسي، چې په لږه اندازه كوكناركري.
د ده په وينا د ولايت اداره ژمنه ده، چې د كرهڼې په برخه كې له كروندګروسره مرسته وكړي په بېلا بېلوبرخوكې ورته روزنيز پروګرامونه او هغه تخمونه ترويج كړي، چې حلال او له بلې خوا يې كروندګروته ډېره ګټه رسېږي.
د هلمند والي روزخبري آژانس ته وويل چې دوى د ۲۰۰۸ميلادي كال راپه ديخوا يې د كوكنارو د كښت په مخنيوي كې ډېرې هڅې ترسره كړې، چې پايلې يې مثبتې وې.
والي وايي دغه هڅو او له ګروندګرو سره د کرنيزو توکو مرستې په دې ولايت كې د كوكنارو په كر كې شاو خوا پنځوس سلنه كموالى راوستلى.
دغه راز امريکايي، چارواکو هم څه موده وړاندې ويلي و، چې په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د کوکنارو په کر کې د پام وړ کمښت راغلى دى.
خو دوى وايي، جګړه ځپلى افغانستان زياتو نړولو نړيوالو مرستو ته اړتيا لري، څو ترلاسه شوي برياوې وساتل شي او په دغه هېواد کې د نشه يي توکو کر او قاچاق صفر شي.
بل خوا بيا ګروندګر نيوکه کوي، او وايي چارواکو او نړيوالو چې د کرنې په برخه کې له دوى سره کومې ژمنې کړې هغه يې په سمه نه دي عملي کړې، چې له امله يې ځينو کروندګرو بيا د کوکنارو د کر هوډ کړى دى.
د حاجي محمد په نوم يو تن ګروندګر روزخبري آژانس ته وويل، چې که دولت او نړيواله ټوله په رښتني توګه له ګروندګرو سره مرسته وکړي او د کرنې په برخه کې ورته بنسټيزې پروژې پلې کړي نو هېڅوک به هم د کوکنارو کر ته زړه ښه نه دي.
دى زياته کړه، چې د کروندګرو لويه ستونزه د اوبو، د کرنيزو تخمونو او کمياوي سرو او دغه راز حاصلاتو ته يې د مارکېټ نشتوالى هغه څه دي، چې کروندګر د نشه يي توکو کر ته اړ باسي.
خو چارواکي، وايي دوى به ترهغه پورې په هلمند ولايت کې د نشه يي توکو د کراو قاچاق په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي ترڅو يې کچه صفر کړې نه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت په وينا هلمند د نړۍ په کچه ٥٣ سلنه ترياک توليدوي او د هېواد په کچه ٧٠ سلنه.
روزخبري آژانس
پامير:کندهار
د تلې ١٢مه