روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

په مخدره موادو کې زياتره کارېدونکي کمياوي مواد له پاکستان نه راځي

سيميز خلک وايي د نشه يي توکو قاچاق وړونکي له بېلاAlmonum_Nitratبېلو لارو سويل ختيځ زون ته نشه يي توکي راوړي چې له امله يې ډېرى ځوانان په نشو اخته شوي.

دوى زياتوي چې قاچاق وړونکي د خپلو ګټو په موخه نشه يي توکي له ګاونډيو ولايتونو سويل ختيځ زون ته راوړي او له دې ځايه يې بيا ګاونډي پاکستان ته لېږدوي.

سيميز خلک دا هم  وايي قاچاق وړونکي د مخدره موادو په توليد کې کارېدونکي زياتره کيماوي توکي توکي له پاکستانه افغانستان ته راوړي او له دې ځايه نشه يي توکي پاکستان او نور هېواونو ته قاچاق کوي.

 

که څه هم په سويل ختيځ زون، پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې نېږدې د نشه يي توکو کرکيله صفر شوې خو په نشه د روږدو کسانو شمېره يې له ٧٢٠٠٠٠ تنو اوړي.

چارواکي وايي په دغه کسانو کې ٣٥٠٠٠تنه په خوست، ٢٥٠٠٠زره په پکتيا او ١٢٠٠٠ هم په پکتيکا ولايتونو کې په ډول ډول نشو روږدي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتيا ولايت امنيه قوماندان روزخبري آژانس ته وويل چې دوى تر خپله وسه په دې ولايت کې د نشه يي توکو د کر او قاچاق په وړاندې ډېرې لاس ته راونې لري.

نوموړي روزخبري آژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو په وار وار په زرګونو کيلوګرامه نشه يي توکي او په تور يې قاچاق وړونکي نيولي او عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د پکتيکا ولايت يو تن اوسېدونکى ګل الرحمان وايي د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د شخصي ګتو او قاچاق په ټس کې د دغه زون زياتره خلک په تېره بيا ځوانان قرباني شوي.

نوموړي روزخبري آژانس ته وويل قاچاق وړونکي د خلکو له بېوزلۍ او مجبوريت يو شمېر ځوانانو ته زياتې پيسې ورکوي ترڅو له دوى سره کار وکړي چې په پاى کې په نشو هم ورسره روږدي کېږي.

دى وايي ډېرى ځوانان د قاچاق ترڅنګ د مخدره موادو قاچاق وړونکو تر پولې پورې غاړې په سرحدي سيمو کې د نشه يي توکو د توليد په کارخانو کې په دندو ګومارلي.

ګل الرحمان زياتوي چې په پکتيکا ولايت کې نشه يي توکي نه کرل کېږي خو دا چې قاچاق وړونکي مخدره مواد په پوله اړوي رااړوي په دې ولايت کې يې هم ګڼ شمېر خلک په تېره بيا ځوانان په نشو روږدي کړي.

د خوست ولايت د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې رييس ميرناګل تڼيوال هم وايي افغانستان يو بې وزله هېواد دى چې ډېرى خلک يې له همدې امله د ځينو توطيو ښکارکېږي چې يوه يې هم نشه کول دي.

که څه هم په سويل ختيځ زون کې د نشيانو شمېره زياته شوې او ورځ تر بلې زياتېري خو له بلې خوا په دغه ولايتونو کې د نشيانو د درملنې اسانيتاوې هم کمې دي.

د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکتر محمدنادر نوري وايي د مخدره موادو ترڅنګ يو شمېر کسانو په طبي نشه يي توکو هم ځان نشه کوي.

دى وايي دوى د نشيانو د درملنې له پاره د ودان په نوم يو روغتون لري خو په وينا يې دغه روغتون دومره ظرفيت نه لري چې د څو ولايتونو د نشيانو درملنه په کې وشي.

نوموړي له دولت او نړيوالو مرستندويه ټولنو څخه غوښتنه وکړه چې د نشيانو د درملنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

بايد وويل چې د هېواد په کچه له يو مليونو څخه زيات وګړي په نشه روږدي دي چې له دوى څخه يې زياتره ځوانان په ګاونډيو هېوادونو کې په نشه روږدي شوي.

روزخبري آژنس

ساحل: پکتيا

ورږي ٤مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c