روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

وسلوال د قومي مشرانوپه وژنې غواړي د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړي

شنونکي او سيميز خلک وايي د ګاونډيو هيوادنو په ګډون ځينې استخبارتTaliban_9ي کړى غواړي د و سله والو مخالفينو پرمټ قومي مشران په نښه او د سولې پروسه له خڼد سره مخ کړي.

دوى دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې، په دې وروستيو کې د هيواد په بيلا بېلو ولايتونو کې په پرلپسې ډول قومي مشران د نامعلومه وسله والو کسانو په بريدونو کې وژل کېږي.

د ننګرهار د يو شمېر قومي مشرانو په وينا، يوازې په ختيځ زون، ننګرهار، کنړ، لغمان،او نو رستان ولايتونو کې د تېرو دوه مياشتو په ترڅ کې تر پنځلسو زيات قومي مشران په غلچکي ، ځانمرګوبريدونو او بمي چاودنو کې وژل شوي.

ملک زرين،ملک بابا،وکيل سيف الله،ملک ميرزا مديرفيض الله،محمداکبر،ملک شېرزاد،ملک محب الله د ختځ زون هغه پېژ ندل شوي او مخورقومي مشران و چې، په بيلا بېلو بريدونو کې وژل شوي.

دخوګياڼو ولسوالۍ يو تن قومي مشرډګروال ميرزمان وايي ،دا چې قومي مشران د خلکو په راغونډولو او سولې د بهير په پيا وړي کولو کې ډېرمهم رول لري نو ځکه وسله وال هم دغه کسان په نښه کوي.

نوموړي روزخبري آژانس ته وويل((يوشمېرګاوڼدي هيوادونه او استخبارتي کړۍ نه غواړي په افغانستان کې سوله اوثبات رامنځ ته شي او په همدې موخه قومي مشران په بېلابېلو نومونو و ژني.))

ده وويل په خوګياڼو کې هغه قومي مشران وژل شوي چې، د سولې د پروسې په پياوړي کولو کې يې هڅه کوله او نور يې هڅ دنده نه درلوده.

ډکروال ميرزمان وايي، که دولت د قومي مشرانو د امنيت خونديتوب ته پاملرنه ونه کړي نو د دولت او ولس ترمنځ به واټن زيات او د ګاونډيو لاس وهنې ته به زمينه نور هم زياته شي.

د خوګياڼو ولسوال حاجي محمد حسن هم وايي چې قومي مشران د سولې په پروسه کې رغنده رول لري او ښايي د وژنې يو لامل يې هم همدا وي.

که څه هم ولسوال په دې اړه چې دغه قومي مشران د چا له خوا وژل شوي څه ونه ويل خو ز ياته يې کړه چې د ځينو سيمو خلکو د قومي مشرانو تروژنې وروسته اوس پريکړه کړې چې په خپلو سيمو کې به د دولت وسله والو مخالفينو ته ځاى نه ورکوي.

د چپرهارولسوالۍ يوتن اوسيدونکى ملک خانګل هم په ورته نظر دى او وايي ملک فيض الله هيڅ دنده او شخصي دوښمني نه درلوده خو دا چې د سولې له پاره يې هڅې کولې د يوې چاودنې ښکار او سخت ټپي شو.

د قومي مشرانو د ترور لړى نه يوازې په ختيځ بلکې په سويلي حوزه کې هم په پراخه کچه رو انه ده.

يوازې اته ورځې وړاندې د زابل ولايت له شنکۍ ولسوالۍ څخه هم يوولس تنه قومي مشرانو د نامعلومه وسله والو له خوا د شپې بېول شوي و.

د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت د امر په وينا چې له دغه قومي مشرانو څخه حاجي شاولي خان، حاجي وزیر محمد او سعدالله د وسله والو له خوا وژل شوي او جسدونه يې سهار د سيمې خلکو موندلي و.

د شنکۍ اوسېدونکي وايي، دغه قومي مشرانو هم کومه دولتي دنده نه درلوده خو د سولې د بهير په پياوړې کولو کې يې مهمه ونډه درلوده.

دوى د دولت په وسله والو مخالفينو او دغه راز په دولت دواړو نيوکه کوله چې، وسله وال يې په يوه او بل نوم قومي مشر ان وژني او دولت د قومي مشرانو د امنيت په خونديتوب کې پاتې راغلى.

که څه هم د دغه وژنو مسؤليت تراوسه چا په ښکار نه دى منلى خو شنونکي اوسيميزه خلک د قومي مشرانو او لوړ پوړو دولتي چارواکو وژنه يوه سياسي موخه وبلله چې په وينا يې ځينې بهرنۍ استخبا رتي کړى نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي.

د ويلو ده چې د قومي مشرانو د تررو په لړۍ کې يوازې په جنوبي حوزه کې تر 500 زيات قومي مشران او لوړپوړي دو لتي کارکوونکي وژل شوي.

روزخبري آژانس

سادات:ننګرهار

د غبرګولي 8مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c