د امريکا دولت په دغه هيواد کې د يوه الماني شرکت په يوه ايراني سوداګر پورې اړوند مليونونه ډالر پانګه د نشه يي توکو د قاچاق په تور ګنګل کړې.
د بهرنيو رسنيو د رپوټ له مخې د امريکا د ماليې وزارت د تېرې پنشنې په ورځ اعلان کړې چې دغه ايراني سوادګر له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق په برخه کې مرسته کوله.
د فرانسې د يوه رايويي سايټ د معلوماتو له مخې ياد ايرانى علي شايسته نومېږي او په افغانستان کې د نشه ي توکو له قا چاق وړونکو سره لاس او مرسته کوي.
د سرچينې د راپور پر بنسټ علي شايسته اود هغه مېرمن ګلين اذر شايسته د المان په مونيخ ښار کې د يوه نړ يوال سواد ګريزشرکت چارې ادره کوي او د مليونونو ډالرو په ارزښت زرګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي له افغا نستان څخه قاچاق کړي.
دغه سرچينه د امريکا د ماليې وزارت له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې په اساس وايي هغه کسانو ته چې له دغه شرکت سره راکړه ورکړه ولري ، امريکا کې له جاري قوانينو سره سم به جزا ورکړل شي.
په ورته وخت کې شنونکي او چارواکي وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو زياتره برخه په پټه د ايران له لارې د نړ ۍ نور هيوادونو ته قاچاق کېږي.
د ولسي جرګې غړۍ ګل بادشاه مجيدي هم په ورته نظر دى او وايي له افغانستان څخه د نشه يي توکو قاچاق غريب بز ګرنه بلکې د نشه يي توکو نړيواله مافيا ترسره کوي .
مجيدي زياتوي چې د ځينو ګاونډيو هيوادونو په تېره بيا د ايران او پاکستان په اړه کره شواهد شته چې قاچا قبران يې په افغانستان کې د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې فعاله ونډه لري.
نوموړي روزخبري آژانس ته وويل چې له افغانستان څخه د نشه يي توکو زياتره قاچاق د ايران پاکستان،او ځينو نور ګاونډيو هيوادنو له لارې اروپا او نورو غربي هيوادنو ته کېږي.
ده وويل((غريب بزګرقاچاق نشي کولاى نړيواله مافياه ده چې د مخدره موادو ترافيک کوي او ټوله ګټه يې هم همدى اخلي.))
هغه په افغانستان کې د روانې ناامنيۍ يو تر ټولو ستر لامل همدا د نشه يي توکو قاچاق بولي چې په وينا يې ګاونډي هيوادونه يې د خپلو ګټو په موخه اور ته لمن وهي.
مجيدي په نړيواله ټولنه،افغان دولت او په ځانګړي ټوګه امريکا غږ وکړ چې که غواړي په افغانستان او نړ ي کې د نشه يي توکو له شر څخه بشر خلاص شي نو لومړى يې د عرضې په ځاى د تقضا مارکېټونه له منځه يوسي.
د ويلو ده چې په يو شمېر ايراني شرکتونو نه يوازې د نشه يي توکو بلکې د وسلې د قاچاق تورونه هم لګېدلي او نيول شوي.
څو مياشتې وړاندې د نيجريا هيواد څاګرې ادارې د لاګوس په بندر کې ځينې کانټينرونه ونيول چې ايراني و سلې په کې بار وې.
په ورته وخت کې افغان امنيتي چارواکو هم په هرات ولايت کې په وار وار د ايراني وسلو د نيولو خبرونه ورکړي چې د دولت له وسله والو مخالفينو څخه يې ترلاسه کړې وې.
روزخبري آژاس