روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

شنونكي: د پاكستان نه د افغان كډوالو اجباري ايستل يو سياسي خوځښت دى

د سياسي چارو شنوونكي وايي، پاکستاني چارواکي له zzzz_Imgrationافغان کډوالو د افغان دولت په وړاندې د يوې سياسي وسيلې په توګه کار اخلي او دا يو سياسي خوځښت دى.

 

دوی وايي، کله چې د پاکستان اړيکې له افغانستان او نړيوالې ټولنې سره ترينګلې شي او نړيوال پرې فشار راوړي نو دوى د افغان کډوالو د اجباري ايستلو مساله راوړندې کړي.

 

به همدې حال دوى په افغان دولت هم نيوکه کوي، چې په تېرو لسو کلونو سره له دې چې نړيوالې ټولنې ورسره پې کچې مرسته کړې، په دې نه دي توانېدلي، چې د افغان کډوالو ستونزې حل او د بېرته راستنېدو له پاره يې لارې چارې جوړې کړي.

د شنوونکو په اند د افغانستان ګاونډيو هېوادونو همدغه کډوال يوه خوږ کوته بولي او همېشه د خپلو اهدافو او موخو د تر لاسه کولو له پاره د افغان دولت ترې رانيسي.

سیاسی او نظامي شنونکي جنرال عبدالواحد طاقت د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې روزخبري آژانس ته وويل د کډوالو مساله له ګاونديانو سره د نن ورځې ستونزه نه ده.

بلکې د ده په وينا، پاکستان او ايران تل د يوې سياسي اله په توګه له افغان کډوالو د افغان دولت په وړاندې کار اخيستى او اخلي يې.

دى وايي، د پاکستان له لوري همدا اوس د افغان کډوالو په زور ايستل يو سياسي خوځښت دى او غواړي له دې لارې په افغان دولت او نړيواله ټولنه فشار راوړي، ترڅو خپلې موخې تر لاسه کړي.

نوموړي په دولت هم نيوکه وکړه، چې تر اوسه يې په بهر او په ځانګړي ډول په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې، او نه يې هم د هغوى د بېرته خپل هېواد ته د راستنېدو له پاره کوم پلان لري.

دى وايي، که دولت د افغان کډوالو ستونزې په بنسټيزه توګه حل نه کړي، نو تل به د ګاونډيو تر دغه ډول فشارلاندې او هغوى به خپلې موخې پرې پالي.

ده دا هم وويل، چې دغه ګاونډيان، چې افغان کډوال په خپلو هېوادونو کې ځوروي، د يوې سياسي او اقتصادي وسيلې په توګه يې کاروي بلکې د دې ترڅنګ د افغانستان په روانه جګړه کې هم ترې په خپله ګټه کار اخلي.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازى محمد علي زاده هم ورته نظر لري او وايي، افغان کډوال تل د پاکستان، ايران او افغان دولت د غلتو سياستونو، سياسي موخو، او اهدافو قرباني شوي او لا هم قرباني ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان څو ورځې وړاندې افغان کډوالو ته له دغه هېواد څخه د وتلو امر کړى، چې نن يې دغه ټاکلې نېټه پوره شوه.

روزخبري آژانس

حفيظ الله امين: کابل

د چنګاښ ١١مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c