روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

جګړه او ګټه يې د نورو ده په کې وژل کېږي افغانان

نه پوهېږم چې د ازرې ولسوالۍ په روغتون کې ANA_Battleبريد به چا کړى وي، خو زما د کورنۍ ١١ تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

دغه جګړه د نورو ده، ګټه يې همدوى وړي، دوى دلته موخې لري خو په ټس کې يې له هر لوري افغانان وژل کېږي.

دا د ازرې ولسوالۍ د اوسېدونکي قاري عبدالله خبرې دي، چې د همدې ولسوالۍ په روغتون کې د شوي ځا نمرګي بريد له امله يې د کورنۍ ١١ تنو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

په دغه ځانمرګي بريد کې د عبدالله د کور درې مېرمنې، درې ماشومان وژل شوي او پنځه کسه نور يې ټپيان شوي دي.

دا چې دا بريد به چا کړى وي او موخه به يې څه وه، عبدالله روزخبري آژانس ته وويل((دا د اسلام او هېواد د دوښمانانو کار دى.))

خان محمد د ارزې ولسوالۍ بل هغه اوسېدونکى او د همدې ولسوالۍ د حج او قافو مدير دى چې په همدې ځا نمرګي بريد کې يې يوه مېرمن او درې لورګانې ټپيانې شوې دي چې يوه په کې يو کلنه ده.

نوموړى وايي دا بريد هغه چا کړى چې، غواړي په افغانستان کې خپلو، سياسي، اقتصادي او نورو شمو موخو ته ځان ورسوي.

نوموړي په دولت او په ټولو کې په لوړ پورو چارواکو نيوکه وکړه،چې ترځان يې سمټي ديوالونه راتاوکړي، د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي، ولس يې د بلا او ناامنۍ په خوله ورکړۍ او هره ورځ وژل کېږي.

دى وايي نه يوازې ځانمرګو بريدونو بلکې د بهرنيو ځواکونو ړوندو هوايي بريدونو هم د سلګونو څه چې د زرګونو ولسي وګړو ژوندى اخيستى.

داه چې د اسلام له نظره دغه بريدونه څنګه دي يو تن ديني عالم مولوي سمع الحق وايي د اسلام له نظره د يوه بې ګناه انسان وژل داسې دي لکه چا چې ټول انسانان وژلي وي.

نوموړي روزخبري آژانس ته وويل چې د ازرې ولسوالۍ په روغتون کې بريد د اسلام او هېواد د دوښمنانو کار دى.

د ورته بريدونو په اړه د سياسي چارو کارپوهه وحيدمژده وايي دغه ډول بريدونه په دې وروستيو کې په افغانستان او پاکستان کې ډېر شوي.

مژده وايي په پاکستان کې تر ډېره داسې انګېرل کېږي چې ګڼې ځينې استخبارتي شبکې او خصوصي امنيتي کمپنۍ په سيمه کې د جګړې د اوږدېدو او خپلو موخو ته د رسېدو له پاره ورته کارونه ترسره کوي خو د کومې يوې نوم يې څرګند نه کړ.

ښاغلى مژده وايي د ښايي د ارزې په روغتون د ولسوالۍ ګومان او بريد پرې شوى خو په وينا يې دغه ټول بريدونه په هرځاى کې د اسلام او انسانيت په ضد دي.

خو دا چې د دې بريد مسؤليت د دولت وسله والو مخالفينو هم وانخيست نو چا به کړى وي په اړه يې د سياسي چارو شنونکي او د اردې ورځپاڼې بنسټ اېښودونکي حاجي سيدداود روزخبري آژانس ته وويل((د نړى د نېږدې پنځوس هېوادونو او د سيمې د هېوادونو څارګرې کړۍ ترڅنګ په داخل کې د نشه يي توکو او وسلو قاچاق وړونکي په افغانستان کې د خپلو اهدافو ترلاسه کولو له پاره اوبه خړوي او کبان په کې نيسي.))

د ويلو ده چې د ازرې ولسوالۍ په روغتون کې ځانمرګى بريد چې د چنګاښ په ٤ مه رامنځ ته شو ٣٠ تنه په کې وژل شوي و او تر ٤٠ ډېر ټپيان و.

د لوګر د ولايتي شورا د رييس ډاکتر عبدالولي وکيل په وينا د بريد ټول قربانيان هغه ناروغ او د هغوى پايوازه ولسي وګړي و چې دغه روغتون ته د درملنې په موخه راغلي و.

روزخبري آژانس

يحيى شهيدزوى

لوګر:٢٩مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c