روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

دنارنج ګل مشاعره دسلګونوشاعرانو په ګډون جوړه شوه

د نارنج ګل دوديزه مېله اومشاعره د هيواد له بيلابNarenge_Gul_1يلوسيمواوکوزې پښتونخوا د يو شميرشاعروانو په ګډون په ننګرهارکې جوړه شوه.

دا هغه دوديزه مشاعره او ميله ده چې د تيرو لسګونو کلونو راهيسې په ننګرهار ولايت کې د نارنج د ګلانو په غو ړيدوسره جوړيږي.

په دغه مشاعره کې د تېرو کلونو په خلاف  زرګونو مينه والو چې له لرې پرتو سيمو او ولسواليو راغلي و ونشو اى کولاى چې ګډون په کې وکړي .

د مشاعرې يو شمېرمينه والو په دولتي چاراکو نيوکه کوله چې دغه مشاعره يې د بندو درواز ترشا په داسې ځاى کې جوړه کړې ده چې عام خلک په کې ګډون نشي کولى .

د خوګياڼو ولسوالۍ يوه اوسيدونکي اجمل روزخبري اژانس ته وويل چې که چيرې دولتي چارواکو په مشاعره کيې عواموخلکو ته اجازه نه ورکوله بايد د راديو له لارې يې خلک خبرکړي واى.

د ده په وينا د خوګياڼيو ولسوالۍ څخه په سلګونوځوانان په مشاعره کې د ګدون په موخه راغلي وه خو مشاعري ته پرينښودل شول .

ليکوال او شاعراستاد زړه سواند شنيواري هم په دولتي ځاى کې د دې مشاعرپه جوړيدو نيوکه وکړه او زياته يي کړه چې دغه مشاعره بايد په سپين غرهوټل اود قبايلورياست په تالارکې جوړه شوې واى ترڅو ټولوخلکوپه کې ګډون کړى واى .

د ده په وينا دغه مشاعره به په پخوا وختونو کې د سپين غرهوټل د نارنجو تر ونو لاندې ترسره کيده چې د افغا نستان له بيلابيلو ولايتونوسربيره به د کوزې پښتونخوا يو شميرشاعرانوهم په کې ګډون کاوه .

استادزړسواندوويل((د نارنج ګل مشاعره دوه شيانوبې خونده کړې ، يو د ښه شعرونو په ځاي د شعارونو لوستل اوبل د ناسم ځاى انتخاب ))

خو د ننګرهارد اطلاعاتواوکلتور رييس اورنګ صميم وويل د تيرې يوې مياشتې راهيسې يې د دې مشاعرې د جوړو لو له پاره تيارى نيولى وه.

خو په وينا يې د سخت باران له امله اړ شوه چې دغه مشاعره د قبايلو رياست د وداني په ځاى په کرزي تالارکې جوړه کړي .

ده وويل(( دغه مشاعره د کوم فشارله مخې په دولتې ځاي کې نده جوړه شوې بلکې د دې لامل يواځې د باران اورښت وه .))

د صميم په وينا که څه هم د نارنج ګل د مشاعرې له پاره شعرونه مخکې ترمخکې د دې مشاعري د شعرونو د کتلوکميټې ته وړاندې کيږي خو د ده په وينا هرکال شعرونو له کوم سانسور پرته ويل کېږي اوشاعران په کې د خپلې خوښې شعرونه وايي.

په همدې وخت ځينې شاعران بيا د نارنج ګل د مشاعرې  په کميټه نيوکه کوي چې دوى هم هغه  شعرونو ته اجازه  ورکوي چې شعارونه وي .

د دوى په وينا ځينې شاعران داسې شعرونه وايي چې شعار ته ورته وي او د خلکو چک چکو ته خوشحاليږي .

ليکوال او شاعرحيات الله ګهيځ وايي ځکه يې  په نارنج ګل مشاعره کې ګډون ونکړ چې په وينا يې په دې ميله کې د شعر او شعار تر منځ کوم توپير نه وي .

ده ((وويل شاعران بايد انتقاد دشعرپه ژبه وکړي خو دشعرپه ځاي شعار ته مخه نه کړي .))

هغه زياتوي چې ځيني شاعران شعارونه ليکي او د خلکوچکچکو ته خوشحاليږي چې دا کار مشاعره بې خونده کوي.

د نارنج ګل دوديزه ميله   په لومړي د ملت د بابا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په ١٣٤٠ لمريز کال کې د جلا ل اباد ښار په سپين غر هوټل کې د ٤٠ شاعرانو په ګډون د نارنج ګل دونوترسيوري لاندې جوړه شوه چې له هغې وروسته هرکال دغه مشاعره ترسره کيږي اوپه زرګونو مينه وال په کي ګډون کوي .

روزخبري آژانس

سادات:ننګرهار

د وري٩ مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c