روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

دننګرهارپه سلګونوځوانان هلمند ته دکوکنارونيش وهلولپاره تللي دي

په هلمند کې د کوکنارو د حاصلاتو د وخت په رارسيدوسره د ننګرهارKoknar_4څخه په سلګونوکسان د کوکنارو د نيش وهلوله پاره دي ولايت ته ورځي .

هلمند ته تلونکي ځوانان وايي،د بې کارى له امله دې ته اړشوي ترڅو د ترياکو د مزدورى له پاره جنوبي نا ارامه ولايتونو هلمند ،زابل اوکندهارته لاړشي  او مزدوري وکړي .

ننګرهارچې د کوکنارو د کرکيلي خورا مشهوره سيمه وه د تيرو څوکلونوراهيسې د دې ولايت په ډيروسيمو کې کوکنار نه کرل کيږي او اوسيدونکي يې د کوکنارو دحاصلاتوراټولوپه مهال نورو ولايتونوته سفرکوي .

حفيظ الله چې د پنځو تنو نورو ملګرو سره هلمند ته روان وه روزخبري اژانس ته  وويل  تيرکال هم هلمند ته د کوکنارو دنيش وهلو له پاره تللى وه چې ديرې پيسي يې ترلاسه کړې وې .

هغه وايي، د ننګرهارخلک د کوکنارو په نيش وهلوکې ښه تجربه لري نو ځکه کولى شي چې په هلمند کې ډيرې پيسې ترلاسه کړي .

حفيظ الله يواځيني کس ندى چې هلمند ته د کوکنارو د نيش وهلوله پاره ورځي بلکې په سلګونو نورو ځوانانوهم دبې کارۍ له امله دغه لاره خپله کړې ده .

د شيرزادو ولسوالۍ اوسيدونکى نورجهان وايي، په هلمند کې د کوکنارو د نيش وهلو مزدوري ډيره لوړه ده خوزياتره وخت هلته خلک له ډيروستونزو سره مخ کيږي .

هغه وايي تيرکال هم يو شميرځوانان چې د کوکنارو د نيش وهلو له پاره هلمند ته تللي وه د ځايي خلکوله خوا ورڅخه پيسې اخيستل شوې وې .

نوموړي زياته کړه، سره له دې چې هلمند ته تلوونکي ځوانان د خپل ژوند په اړه انديښمن دي خو د بې کارۍ له امله اړ دي چي دې د کوکنارو د نيش وهلو له پاره لاړشي .

سره له دې  چې د ننګرهار د يوشميرولسواليو اوسيدونکي د کوکنارو د حاصلاتو راټولو له پاره جنوبي ولايتونو ته روان دي خو يوشميرخلک وايي چې سږکا ل په ننګرهارکې هم د کوکنارو کرکيله شوې اوګڼ شمير  ځوانان په کي د کوکنارد کروندود حاصلاتو په راټولو بوخت دي .

مرادخان د ننګرهارد شيرزادو ولسوالي اوسيدونکى وايي، سږکال  د دې ولسوالۍ زياتره کروندګرو په خپلوځمکوکوکنار کرلي او اوس يې دوى د حاصلاتو په راټولوبوخت دي .

ده وويل .

نوموړي زياته کړه : (( تيرکال زموږ دسيمې زياتره خلک هلمند ته تللي وه خوسږکال دلته هم خلکو په خپلوکروندو کوکنار کرلي،دنږدې سيمو ځوانان دلته راځي اودکوکناروپه کروندوکې کارکوي.))

د ننګرهارد والي وياند احمد ضيا عبدالزي وايي،له ننګرهارڅخه هلمند ته د ځوانانو د تګ په اړه کوم معلومات نلري خوده وويل چې ولايتي اداره هڅه کوي پدې ولايت کې خلکو ته د کار کولو زمينه برابره کړي .

ده وويل(( ښايي يوشميرځوانان له يوې سيمې څخه بلي سيمې ته د کارکولو له پاره لاړشي))

خو وايي دوى به دغه  ستونزه له اړوندو دولتي اداروسره شريکه کړي ترڅوخلکو ته د کارکولو قانوني سرچيني پيدا او د ناقانونه کارونود ترسره کولو مخه ونيول شي.

کتونکي وايي که چيرې ځوانانوته په خپلوسيموکې وړ اومناسب کارونه پيداشي ښايي ځوانان  هم نورو سيموته د تللو څخه ډډه وکړي او په دې توګه به د نشه يي توکو د کرکيلې مخه ونيول شي.

روزخبري آژانس

سادات:ننګرهار

د غوايي 20مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c