روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

خلک د کوکنارو د لمنځه وړلو څخه خوښ دي

چارواکي وايي په سويلي حوزه کندهار او هلمند ولايتونopium_incounter_1و کې زرګونه جريبه ځمکه له کوکناروپاکه او خلک د نشه يي توکو د لمنځه وړلو له کمپاين څخه خوښ دي.

د کندهار والي پوهنوال توريالي ويسا او د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې رييس ګل محمد شکران وايي په دې ولايت کې د کوکنا رو د لمنځه وړلو کمپاين په ترڅ کې ٦٥٠٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې.

والي ويسا د غوايي د مياشتې په ١٦مه په خبرې غونډه کې وويل چې د کوکنارو اړولو کمپاين د کندهار ولايت په بيلا بېلو ولسواليو کې تر سره او په بريالي توب سره پاى ته ورسېده.

نوموړى وايي،که څه هم د ياد کمپاين پرمهال د چاودنو او وسله والو بريدونو ترڅنګ شپږ تنه پوليس وژل شو ى او شپږ نور ټپيان دي خو په وينا يې له هغه هدف څخه يې زيات کوکنار له منځه وړي چې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت ورته ټاکلى و.

د ښاغلي ويسا په وينا د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت دوى ته په کندهار کې د ٥٠٠٠ جريبه ځمکې هدف ټاکلى و خو دوى ٦٥٠٠جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه او په دې ولايت کې يې کچه صفر شو.

په همدې مهال د کندهار د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزي رييس ګل محمد شكران وايي،د تېركال په پرتله په کندهار کې ډير لږ كوكنار كرل شوي وه چې علت يې  د عامه پوهاوي له لارې د خلكو پوهاوى په ګوته کوي.

كندهار والي او د نشه يي توكو سره د مبارزې رييس وايي خلک له دغه کمپاين څخه خوښ دي خو په دې اړه يې له اړونده وزارتو  نو ګيله وکړه چې د تېرو دريو كلنو راهيسې يې بوديجه نه ده وركړل شوې.

دوى وايي دغه کار د دې لامل شوى چې کرونده ګرو ته د ورسره شويو ژمنو په ترسره کولو کې پاتې او کرونده ګرو ته په وخت مرستې نه دي ورکړل شوې.

هغوى زياته کړه  كه چيرې د بوديجې وركولو پروسه نوره هم وځنډيږي او د كرونده ګرو سره مرستي ونه شي ښايي خلك پر دولت بې باوره او بيرته د كوكنارو كښت ته مخه وكړي

له دې سره په خوا کې دهلمند چارواکي هم وايي په ياده ولايت کې د کوکنارو د لمنځه وړلو کمپاين ښه پرمخ روان دى او په ترڅ کې يې زرګونه جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې.

دغه چارواکي د ياد کمپاين د برياليتوب يو لامل هم خپله د سيمې د خلکو مرسته او له کرونده ګرو سره هم عامه پوهاوي او کرنيز و توکو مرسته په ګوته کوي.

دوى د سيمې د خلکو ښه مرسته د هلمند د مارجې ولسوالۍ په ګوته کوي چې د وري د مياشتې په ٢١نيټه يې خلکو د حشر په ډول له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى  د کوکنارو په منځه وړلو لاس پورې کړ.

د ياده حشر په ترڅ کې د مارجې ولسوالۍ په زوړقاري صدې،صفرکلي،تاجکانو،کنډلک،حاجي عبدالسلام الو کوزي،اسحاقزواو بار کزو کليو کې ١٣٠٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړه.

د مارجې يو تن اوسېدونکى نورګل روزخبري آژانس ته د کوکنارو له منځه وړلو څخه خوښي وښوده او ويې ويل چې د دغه بوټي له ورکېدو سره به خلک د ناامنيو او قاچاق وړونکو له شر څخه خلاص شي.

دى وايي که د کنارو کښت کم او يا هم له منځه يووړل شي نو ګرونده ګرو ته په د نور روا کښتونو د کر زمينه برابره شي.

د هلمند د مرکز لښکرګاه اوسېدونکى سيف الله هم په ورته نظر دى او وايي په هلمند کې د ناامنيو يو لامل همدا د نشه يي توکو کر کيله او قاچاق دى.

دى وايي د نشه يي توکو قاچاق وړونکي د خپلو ګټو په موخه ناامنيو ته لمن وهي ترڅو کرونده ګر کوکنار و کړي او ګټه يې دوى ترلاسه کړي.

سيف الله له دولت او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د نشه يي توکو په لمنځه وړلو کې همداسې جدي و اوسي خو په همدې وخت له کرونده ګرو سره د مرستې کولو وړانديز هم ورته کوي.

نوموړي روزخبري آژانس ته وويل((که له کرونده ګرو سره په وخت او سمې مرستې وشي نور ترډېره به د کوکنارو کښت له منځه ولاړ شي))

د ويلو ده ، هلمند او کندهار په سويل کې له هغه ولايتونو څخه شمېرل کېږي چې د کوکنارو کرکيله په کې زياته او ناامنۍ په کې ډېر ې دي.

روزخبري آژانس

پامير:کندهار

د غوايي ١٨مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c