روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

دمخابراتي شبکوبندښت يوازې عام اولس له ستونزو سره مخ کوي

شنونکي او عام خلک وايي ، د امنيتي ننګونو اMobile_Antenna_1و نور لاملونو له امله د مخابراتي شبکو په فعاليت بنديز لګول يوازې عام اولس ته زيان رسوي.

دا خبرې وروسته تر هغه راپورته شوې چې څه موده وړاندې په هلمند او ور پسې په زابل ولايتونو کې مخا براتي شبکو خپل فعاليت بند کړ.

که څه هم خپله د مخابراتي شبکو چارواکو په ځينو ولايتونو کې د خپل فعاليت د بنديدو په اړه رسنيو ته څه دي ويلي خو چارواکي او د سيمې اوسېدونکې وايي،دغه مخابراتي شبکو د دولت د وسله والو مخالفينو د ګواښو نو له امله کار په ټپه درولى.

خپله د دولت وسله والو مخالفينو هم ويلي ، د تلېفوني شبکو په فعاليت يې ځکه بنديز لګولى چې په وينا يې بهر ني او افغان ځواکونه د همدغه شبکو له لارې د دوى پټنځايونه په نښه کوي او د دوى په اړه معلومات ترې تر لاسه کوي.

د زابل د مرکز قلات ښار يو تن اوسېدونکى نثار احمدي وايي له تېرو ١٦ ورځو راهيسې په زابل کې ټولو مخابراتي شبکو کار پرېښودى.

نوموړي روزخبري آژانس ته وويل(( دغه کار نور څوک نه يوازې ولسي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړ ي ځکه بهرني ځواکونه هم پرمختلي وسايل لري او دولت وسله وال مخالفين هم.))

د دغه خبرې پخلى چارواکي هم کوي، د زابل مرستيال او سرپرست والي محمد جان رسوليار وايي په زابل کې دوه اونۍ کېږي چې ټولو مخابراتي شبکو په خپل فعاليت باندې بنديز لګولى.

دى وايي نه پوهيږي، دغه مخابراتي شبکو ولې خپل فعاليت بند کړى خو په عيني وخت کې د دولت د وسله وا لو ګواښونه هم نه ردوي.

دغه ستونزه تر زابل وړاندې په هلمند ولايت کې رامنځ ته شوه او ټولو مخابراتي شبکو په خپل فعاليت بنديز و لګاوه چې،ولسي خلک يې له ستونزو سره مخ کړل.

د هلمند د مرکز لښکرګاه يو تن اوسېدونکى سيف الله چې سوادګر دى وايي د مخابراتي شبکو بندښت يې کار په ټپه درولى او په لويه کچه اقتصادي زيان يې ور اړولى دى.

نوموړى د مخابراتي شبکو د بندښت د لاملونو څخه يو هم د دولت د وسله والو مخالفينو ګواښونه او بل هغه يې هم د مخابراتي شبکو ترمنځ نا سالم رقابت په کوته کوي.

په ولسي جرګه کې د هلمند ولايت استازې نسيمه نيازى هم په ورته نظر ده او وايي، د دولت وسله والوالو مخالفينو ځکه په تلېفوني شبکو بنديز لګولى چې همدا اوس د هلمند په ځينو سيمو کې د بهرنيو او افغان ځواکو نو له خوا عمليات روان دي.

نيازى وويل((ښايي د دولت مخالفينو له دې امله په مخابراتي شبکو بنديزلګولى وي ترڅو يې له دغه لارې ا منيتي ځواکونو پټنځايونه په نښه نه کړي.))

د ولسي جرګې دغه استازې د دې ترڅنګ د مخابراتي شبکو د بندښت په اړه د ځينو ګاودنډيو هيوادنو لاس وهنه او په عيني وخت کې د مخابراتي شبکو ترمنځ ناسالم راقابت په ګوته کوي.

اغلې نسيمه نيازى وايي د يادې ستونزې د حل په موخه د مخابراتو وروزات او د شخصي مخابراتي شرکتو چارواکي په وار وار د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسيون ته ورغوښتي خو کومه پايله يې نه ده ورکړې.

نوموړې زياتوي چې دولت بايد په دې برخه کې لاس ترزنې کښې نه ني ځکه چې په وينا يې د دغه ستونزې زور يوازې تر عام ولس پورې محدود دى.

د ويلو ده چې په زابل ولايت کې خو د مخابراتي شبکو فعاليت له پنځلسو ورځو راپديخوا په ټپه درېدلى خو په هملند ولايت کې د ځايي خلکو په وينا د سهار له ٨ نه د ماسپښين تر دريو بجو پورې کار کوي.

روزخبري آژانس

پامير:کندهار

د غوايي ١٥مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c