روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

کابل ښاريان د برېښنا شرکت په نه شفافيت تورنوي

په داسې حال کې، چې برېښنا شركت وايي، د كابLogo_of_Brishna_companyل په ګډون  په يو شمير ولايتونو کې د شخصي پلورنځيو او شركتونو د بريښنا بيه راټيټه کړي، خو کابل ښاريان دغه اداره په نه شفافيت او درغليو تورنوي.

په کابل ښار کې د برېښنا کمۍ، لوړې بيې، او اداري مشکلات هغه څه دي، چې عام خلک يې له برېښنا شرکت سره لاس او ګرېوان کړي دي.

 

ښاريان وايي، په لومړي سر کې خو له سره برېښنا کمه ده او په دوهم قدم کې برېښنا شرکت دومره اداري خنډونه لري، چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 

خو د بريښنا شركت اجراييوي مشرعبدالرزاق صمدي وايي، دوى په پام کې لري، چې په نېږدې راتلونکي کې د شخصي پلورنځيو، شرکتونو او سوداګريزه ځايونو د برېښنا بيې راټيټې او ستونزې راکمې کړي.

نوموړي د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې روزخبري آژانس ته وويل چې وړاندې له دې د شخصي پلورنځيو د بريښنا بيل في كيلو واټ په لس افغاني وو، چې د برېښنا شركت له يوه پرېكړې سره به ياد لګښت ۶  افغانيو ته راټيټ شې خو د ټيټېدو ټاکلى وخت يې ونه ښود.

دى وايي،  دوى په تېركال كې څه باندي يو لك ميترونه ځانګړي پلورنځيو ته توضيخ كړي، چې په وينا يې د افغان حکومت له پاره لويه لاس ته راوړنه ده.

د برېښنا شرکت د چارواکو په وينا، دوى تر اوسه پورې ٩ سوه زره مشتريان لري، چې د هغوى د ستونزو د حل له پاره ٧ زره کارکوونکي په دندو ګومارل شوي دي.

د ياد شرکت چارواکي په همدې حال کې د ځينو نورو پرمختګونو او نويو پلانونو خبر هم ورکوي، چې په وينا يې له مخې به يې ميدان وردګو، پکتيا او خوست ولايتونو ته هم د برېښنا مزي وغځول شي.

که څه هم د برېښنا شرکت د خپلو پرمختګونو او نويو پلانونو څخه خبر ورکوي، خو د پلازمېنې کابل ښاريان د برېښنا د لوړې بيې، د برېښنا شرکت د نامنظم کار او په ټول کې د برېښنا له نشتوالي څخه سر ټکوي.

ښاريان وايي، برېښنا شرکت نه يوازې دا چې په هټيوالو او سوداګريزو شرکتونو او موسساتو د برېښنا بيه لوړه کړې، بلکې د استوګنې په کورنو او ځايونو يې هم بې لوړې کړي دي.

ښاريان د دې تر څنګ د برېښنا شرکت له سختو اداري خنډونو څخه هم سر ټکوي او وايي، کارکوونکي يې په وخت اجرات نشي کولى، چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د کابل ښار د واصل آباد اوسېدونکى انصار الله وايي، دوى ته د برېښنا بېل مياشت په مياشت نه ورځي، بلکې دوه مياشتې ځنډول کېږي، چې دا خپله د يادې ادارې په اداري ستونزو او دغه راز له خلکو سره په درغلى دلالت کوي.

دى وايي، دغه شرکت ويلي، تر ٣٠٠ کيلوواټو پورې في کيلوواټ په يوه افغانۍ خو تر ٣٠٠ چې پورته شي نو په ٤ افغانى دى، خو اوس دوى د يوې مياشتې بېل نه رالېږي، په دې کې يې موخه دا ده، چې که يوې کورنۍ په يوه مياشت کې ٣٠٠ کيلوواټه برق مصرف کړى وي، نو ٣٠٠ افغانۍ يې لښګت راځي خو دوى دوهم مياشت بېل رالېږي، چې په هغې کې د دوه مياشتو ٦٠٠ سوه کيلو واټه کېږي او محاسبه هم د همدغو ٦٠٠ کېلوواټو له مخې په څلور روپۍ حسابوي چې ٦٠٠ افغانۍ يې په دې ترتيب ٢٤٠٠ افغانيو ته رسېږي.

نوموړى وايي، روزخبري آژانس ته وويل(( دا کار علني غلاه نه ده نو څه ده؟ د برېښنا شرکت اداره هېڅ شفافيت نه لري، ټولې محاسبې غلتې او په دوکه تر سره کوي، خلک نه پوهېږي نو ترې ډېرې پيسې اخلي.))

انصارالله وايي، اوس خو برېښنا شرکت د دې پر ځاى چې بيې ټيټې کړي د رهايشي کورنو د برېښنا في کيلو واټ يې له درې او څلور افغانانيو نه هم پورته کړى، او ګومان نشي چې راټيټ يې دې کړي.

ده په دولت نيوکه وکړه، چې هر کار او هره پروژه يې خصوصي سکتور ته سپارلې او غواړي، په دې ټول خصوصي سکتور او ازاد بازار ته وده ورکړي، خو وروسته ترې څار او پلټنه نه کوي، چې له امله يې اداري فساد ته ښه لار هواره شوې ده.

د کابل ښار د نوي ښار يا شهر نو هټۍ وال جاويد هم ورته نظر لري، او د برېښنا شرکت په ناسمه اداره او درغلى تورنه وي.

دى وايي، د برېښنا شرکت بېلونو ته که ګورې نو په يو ځل کې به د دوه مياشتو لګښت ٢زره افغانۍ راغلى وي، خو بلې مياشتې ته د همدومره برېښنا په مصرف سره بل بېل درې نيم يا څلور زره راغلى وي، چې دا خپله د دې ادارې په درغلى او د خلکو سترګو ته په خاورو شيندلو دلالت کوي.

نوموړي روزخبري آژانس ته وويل(( يو ځل زموږ د کور د برېښنا بېل ٥٠٠٠ زره راغلى وو، خو دوه مياشتې وروسته ١١٠٠٠ راغلى وو، په داسې حال کې چې په دواړو ځلونو کې مو له برېښنا يو شان کار اخيست، دا فساد نه دى نو څه دى!))

دى وايي، يا خو دا ده، چې د دې ادارې کارکوونکي په حسابدارى نه پوهېږي او مېترونه غلت چک کوي، او يا يې هم په لوى لاس يې ښکاره غلاه ته بډې وهلي، چې عدلي او قضايي ارګانونه يې بايد په اړه جدي پلټنه وکړي.

هغه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د شکايتونو په کمېسيونو او دغه راز د دغو جرګو د مواصلاتو په کمېسيونو هم غږ وکړ، چې د خلکو دغه ستونزې ته د حل لار ومومي او د اداري فساد څخه په کلکه مخنيوى وکړي.

خو د برېښنا شرکت چارواکي د خلکو دغه خبرې ردوي او تور پورې کوي، چې خلک په سمه توګه له برېښنا څخه ګټه نه اخلي او ډېره برېښنا بې ځايه مصرفوي، چې له امله يې ستونزې راټوکېدلې.

د دغه شرکت په وينا، درې کاله وړاندې په کابل کې د برېښنا لګښت ٢٠ سلنه وو، چې اوس مهال ٨٠ سلنه ته رسېدلې او ٣٦ سلنه يې د ښاريانو له خوا بې ځايه لګول کېږي.

دا ستونزې په داسې حال کې دي، چې شنونکي وايي، که افغان دولت د اوبو او برېښنا په سترو پروژو کار وکړي، نو نه يوازې د کابل ښاريانو بلکې د ټول افغانستان په کچه به د برېښنا ستونزې هوارې شي.

روزخبري آژانس

احمد خالد امرخيل: کابل

د زمري ٩مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c