روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

نشه يي توکي د اخروي عذاب ترڅنګ دنيوي مصيبتونه هم لري

ديني عالمان وايي، سره له دې چې د نشه يي توکو کرکيKoknar_8له د اسلام له نظره مطلق حرامه ده بلکې، د دې ترڅنګ ګڼ شمېر دنيوي زيانونه هم لري.

دا خبره خپله د نشه يي توکو کرونده ګرو هم کوي او وايي، که څه هم له نشه يي توکو څخه دوى ته يوه اندازه پيسې په لاس ورځي خو دا پيسې په داسې لارو چارو ترې مصرفېږي، چې دوى هېڅ نه پرې پوهېږي.

 

که څه هم نېږدې ټول کرونده ګر د اسلام له نظره د نشه يي توکو د کر او قاچاق په حراموالي او زيانونو نه دي خبر خو په وينا يې تر ډېره يې ليدلي، چې له دنيوي مصبتونو سره مخ شوي دي.

 

ريښتيا هم چې د نشه يي توکو کرکيله د اخروي عذاب ترڅنګ دنيوي مصبتونه هم لري، ځکه په هلمند ولايت کې دوه تنو نارينونو او يوې مېرمنې له همدې امله ځان وژنه کړې وه.

دغه کسان د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې وو، چې د يوه کرونده يې دولت له منځه وړې وه او د بل په کرونده طبعي افت نازل شوى وو.

د نادعلي سيميز چارواکي وايي، په دغه کسانو د کوکنارو د کر نېږدې شل لکه پاکستانۍ کلدارې لښګت راغلى وو، او ډېر پوروړي وو، خو دا چې کروندې يې له منځه لاړې له ډېرې زړتنګى يې ځان وژنې وکړې.

په ولسي جرګه كې د كونړ د خلكو استازى مولوي شاهدالله شاهد وايي نشه يي توکي نه يوازې چې په اسلام کې مطلق حرام دي بلکې دهغې مادي نوم دى كوم چې له ځانه سره انساني او مالي قرباني لري، او هر کال سلګونه کسان د همدې د نشې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ده روزخبري آژانس ته وويل(( سره له دې چې د نشه يي توکو کرکيله او قاچاق مطلق حرام دي، د هغو له پيسو نه ګټه اخيستل بله لويه ګناه ده.))

هغه د دنيوي مصيبوتونو په اړه وايي، لومړى دا چې د نشه يي توکو په کارباريانو پسې دولت پلټنې کوي، تر څو يې ونيسي، بندي يې کړي او جزا ورکړي او د دې ترڅنګ يې بل لوى مصيبت دا چې، خپلو اولادونو ته يې فکر نه وي او هغه هم بې تعليمه ترې پاتې او سلو بدمرغيو ککړ ټولنې ته وړاندې کړي.

د ولسي جرګې دا غړى وايي، ډېر داسې کسان يې ليدلي، چې د نشه يي توکو څخه يې زياتې پيسې په لاس راوړې، خو کله چې دولت نيولي له کلونو کلونو راهيسي په زندان کې په بد حالت پراته دي، چې اوس يې نه پيسې په درد خوري او نه يې هم هغه اولاد چې دوى ټول عمر ورته حرامې پيسې ګټلې.

شنونونکي د نشه يي توکو د اضررارو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې تر يو نيم زيات کسان چې ډېرى يې ځوانان دي په بېلا بېلو نشو اخته دي.

محمد غوث هم له دغه ځوانانو څخه يو تن دى، چې وړاندې يې قوي مټې، ښکلې ځواني، او د کار وړتيا درلوده خو اوس د پوډرو څکولو دې حالت ته راوستى، چې نور له خپل ژوند نه تنګ دى.

هغه وويل(( د نشې د اخرات عذاب خو څه کوې، پر ما يې سر په دنيا دوزخ جوړ کړى، ژوندې مې د نشې له لاس تباه شو، کورنۍ مې له لاسه ورکړې، څه يې کوې، له ژوندې نه پر مرګ خوشحاله يم.))

په ولسي جرګه کې د هرات استازى قاضي نذير احمد حنفي هم د نشه يي توکو د حراموالي ترڅنګ وايي، چې په دنيا د دغه توکو کاربار د انسان د ژوند او ټولنې لويه تباهي ده.

دى وايي، خلک د نشه يي توکو د کرکيلې او قاچاق له حراموالي څخه پوره معلومات نه لري، که نه دغه بوټۍ په مطلق ډول په صريح اياتونو او احاديثو حرام دى.

قاضي حنفي وايي، د نشه يي توکو څخه په لاس راغلو پيسو لګول په کورنۍ باندې دي او د حرامو په پيسو باندې د اولادو لويول هم حرام دي، او اولاد يې حرامي بلل كېږي، چي دا ټكى د ځان په اړه تر ټولو لوى ګزار دى.

دى وايي، د نشه يي توکو کارباريانو ته  په دنيا كي لوي عذاب دا دى چې له هغې نه په ټولنه كې اعمتاد اوباور اخنستل كېږي او په اخرت کې به په جهنم كې ژوند كوي.

دموسي كليم الله د جومات امام مولوي عبدالهدا هم وايي، د نشه يي توکو له لارې د پيسو لاس ته راوړل بشپړ حرام دي د هغوى صدقه او خيرات هم نه كېږي او اسلام ورته سخت سزا ټاکلې.

دى وايي، د نشه يي توکو دنيوي عذاب لومړى دا دى چې کارباري يې په ټولنه کې يو منفور شخص بلل کېږي او ټول خلک ترې بد وړي.

ده روزخبري آژانس ته وويل(( دا ځوانانو چې نن په مخدره توكو روږد شوي او په بېلابېلو ستنونزو اخته دي، د دي ټول مسوليت د قاچاق كوونكو په غاړه دى.))

د لغمان ولايت د اليشنګ  ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي او کرونده ګر عبدالواهاب هم يو له هغه کسانو څخه دى چې تر دې وړاندې يې په خپلو ځمکو کوکنار کرل او ډېرې پيسې يې ترې تر لاسه کولې.

ده روزخبري آژانس ته وويل(( د کوکنارو د كر  نه ډېرې پيسې لاس ته راتلې، خو ډېرې بې بركت وې او په بېلابېلو لارو رانه تلې.))

هغه وايي، وړاندې به يې چې کوکنار کرل نو روح به يې ورسره ناآرامه او ټوله کورنۍ به يې په تشويش او وهم کې وه، ټولو به ځانونه ګنګار ګڼل خو اوس يې د حلال بوټي کښت ته مخه کړې، چې ډېرى ستونزې يې هوارې شوې.

دى وايي، ډېرى وخت به چې خلکو په خپلو ځمکو کوکنار وکرل نو د اسماني او طبعي افتونو سره به مخ شول او ټول به له منځه لاړل، چې دا خپله د کوکنارو د حراموالي يوه ښه بېلګه ده.

روزخبري آژانس

محمد رحيم ملکزى: کابل

د چنګاښ اولسمه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c