روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

كابل ښاريان: بې كيفيته صحي خدماتو خلك بهرته د درملني لپاره اړ كړي

کابل ښاريان وايي، په دولتي او شخصي روغتونو کې دPatients بې کيفيته صيحي خداماتو وړاندې کولو له امله ګڼ شمېر هېوادوال اړ دي، چې خپل ناروغان ګاونډيو هېوادونو ته د درملنې له پاره بوزي.

 

دغه راز دوى، لوړ فيسونو، د درملو بېې لوړوالي او بې کيفيت والي او دغه راز واسطه هغه څه بولي، چې په وينا يې خلک يې له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ کړي دي.

 

د کابل ښار د لسمې ناحيې يو تن اوسېدونکى فريد احمد چې مور يې ګاوندي هېواد پاکستان ته د درملنې په موخه بېولې وه وويل(( مور مې ناروغه وه، د درملنې له پاره مې ابن سينا عاجل روغتون ته يو، شل ورځې يې بستر کړه خو په وروسته يې راته وويل، چې د ناروغ علاج دې دلته نه کېږي، بل ځاى يې بوزه.))

دي وايي، له دې وروسته مې مور د وهاج په نوم يو شخصي روغتون ته يوړه، چې هلته يې هم د ٣٠ زره افغانيو تر اخيستو او لسو ورځو تېرولو وروسته ډاکترانو راته وويل، چې ناروغ د هند او يا هم پاکستان ته يوسه.

د ده په وينا خو کله يې چې مور پاکستان ته بوتل په رحمان روغتون کې يې په دوه ورځو کې ناروغي تشخيص او درمل يې ورکړل.

ده په دولت او په ځانګړې توګه د عامې روغتيا په وزارت نيوکه وکړه، چې له دولتي او شخصي کلېنيکونو څار نه کوي، او روغتونو خاوندان د خپلو شخصي ګټو په خاطر هغه څه کوي، چې يوازې مادي ګټه يې په کې وي.

د کابل د دولسمې ناحيې اوسېدونکى حبيب الله هم ورته نظر لري او وايي ده يې هم پلار ياد روغتون ته وروړى وو، چې علاج يې ونه شو او پر لاره يې ساه ورکړه.

نوموړي دغه ټکي ته هم اشاره کوي او وايي، که څه هم ځينې ډاکتران مرض تشخيصولى شي خو ډېر يې په دې کار نه دي توانېدلي، چې له امله يې هره ورځ ځينې کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

حبيب الله دا هم وايي، چې د سمو صيحي خدماتو د نه وړاندې کولو وروسته د خلکو لويه ستونزه ده ده، چې بې کيفيته او تاريخ تېري درمل پرې په لوړه بيه پلورل کېږي.

نومووړي وايي، که ورته معلومه واى چې په دغه روغتونو کې يې درلمنه نه کېږي او يا يې هم پر وخت نشي رسولى نو خامخا به يې خپل پلار پاکستان ته د درملنې له پاره وړى وو.

دى تور لګوي، چې د شخصي روغتونونو تر څنګ چې له خلکو ډېرې پيسې اخلي اوس د دولتي روغتونو ډاکتر هم په روغتون کې د ناروغ درملنه نه کوي او د پيسو له پاره يې پس له وخت شخصي کتنځي ته ورغواړي.

ده وويل(( په دولتي روغتونو کې چې واسطه ونه لري نو ډاکتران دې په کيسه کې هم نه دي او نه درمل در کوي))

په همدې حال د يوه شخصي روغتون يو تن ډاکتر غلام فاروق په دولت تور پورې کړ، چې د روغتيا وزرات يې له شخصي روغتونو سره دوه مخۍ چلند کوي او مرسته او څار ترې نه کوي.

ډاکتر فاروق وايي، دولت په لرې پرتو سيمو کې څه چې د امنيتي ستونزو له امله په  کې د خلکو درملنه نشی کولي بلکې په پلازمېنه کابل کې هم ګڼ شمېر ښاريان له روغتيايي اسانتياوو بې برخې دي.

د شينو زاده روغتون يو تن ډاكټرچې نه یې غوښتل نوم يې څرګند شي روز حبري آژانس ته وويل((زه په دولتي اوهم په شخصي روغتون كي دنده ترسره كوم، په دولتي روغتونو كې داسې ډاكټران شته چې ناروغان شخصي روغتونو ته استوي اوپه بدل كې کمېشن تر اخلي.

نوموړي داهم وويل چي په دولتي روغتونو كي داسې ډاكټران هم شته چې د ناروغانو معاينات په شخصي كلينيكونو كې ترسره كوي.

په همدې حال د عامې روغتيا وزارت وياند  داکتر غلام سخی کارگر اوغلي هم منی چې په هيواد کې د صحي خدماتو په وړاندې كولو كۍ په ځينو روغتونونو كې ستونزې شتون لري.

نوموړي وويل په همدي موخه د روغتيا وزارت په خپل چوكاټ كي د صحي قوانينو په نامه يو رياست لري چي دنده يي د شخصي كلينكونو نه څارنه دی.

نوموړي په دې اړه د يو نوي قانون د جوړيدو خبرهم وركړ، چي  په وينا يې په نږدي كي به د هيواد په روغتونو كې تطبيق شي چي په وينا يي په دي سره به به شته نيمګړتياوي بشپړ شي.

.

نوموړي دا خبره چي ويل كcږي په دولتي روغتونو كي ډاكټران د ناروغانونه پيسي اخلي رد كړ او زياته يي كړه چي په ځينو دولتي روغتونو كي ستونزي شته خو په وينايي هېڅ داسي روغتون نشته چې په هغه كې ناروغانونو پيسي واخيستل شي.

د ويلو ده چي په هيواد كي د صیحصی خدمتونو د نشتوالي له امله ورځني سلګونه تنه هيواد وال خپل ناروغان ګاونډي هيواد پاكستان او هند  ته د درملني لپاره وړي.

روزخبري آژانس

حفيظ الله امين: کابل

د چنګاښ ١٣مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c