روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

د پکتيکا کروندګر: د کوکنارو د نه کر په بدل کې راسره مرسته نه ده شوې

د پکتيکا کرونده ګر وايي سره لهKoknar_5 دې چې په دې ولايت کې هېڅ ډول نشه يي توکي نه کرل کيږي، خو دولت د کوکنارو د بدیل په اړه ورسره مرسته نه ده کړې.

 

کرونده ګر وايي، که له دوى سره د کوکنارو د بديل بوټي زعفرانو چې ګټه يې تر کوکنارو ډېره او حلال دي، په روزنه او د تخمونو په برخه کې مرسته وکړي، نه يوازې کرونده ګرو بلکې دولت ته به يې هم ګټه ورسي.  

 

د پکتيکا د کرنې او مالدارۍ رييس حميدالله توخى د خلکو غوښتنې پر ځاى بولي، او وايي، ډېرو کرونده ګر له دوی څخه د زعفرانو د تخم او د کرلو په برخه کې د زده کړو غوښتنه کوي.

که څه هم په پکتيکا کې کوکنار نه کرل کېږي، خو اوسېدونکي يې وايي، دغه ولايت ته له نورو ولايتونو څخه قاچاق وړونکي دغه توکي راوړي او بيا يې ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق کوي.

پکتيکا د کرونده ګرو د ټولنې غړي کلاخان وایی: پکتيکا يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې د کوکنارو د کرلي کچه په کې صفر او کروندګر يې له ډېرې بې وزلۍ سره سره بيا هم دغه کښت ته زړه نه ښه کوي.

نوموړي زياته کړه، په دې وروستيو کې په يو شمېر ولايتونو کې د زعفرانو کرل دود شوي او کروندګرو  د کوکنارو په پر تله ترې ښې ګټې اخيستي او د پکتيکا کروندګر هم غواړي په خپلو ځمکو کې زعفران وکري. 

ده روزخبري آژانس ته وويل(( موږ له دولته، په ځانګړي ډول د کرنې او نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې له وزارتونو غواړو، چې د پکتيکا له کرونده ګرو سره د زغفرانو د تخم مرسته وکړي.)) 

د دې ولایت ډیرى کرونده ګر وایي،په بازار کې د زعفرانو تخم نه موندل کیږي او که په کوم ځای کې وموندل شي، نو ډیر ګران وي چې کرونده ګر یې نه شي رانیولی.

دوى په دې برخه کې يوې بلې لويې ستونزې ته هم اشاره کوي او وايي ګرونده ګر د دې بوټي له کرلو سره بلد نه دي، چې په دې برخه کې هم بايد ورسره مرسته وشي، او روزنه ورکړل شي.

کلاخان وایی، په دې برخه کې د دولت او خيريه مؤسسو مرستو ته اړتيا ليدل کېږي، ترڅو د لومړي ځل لپاره بزګرانو ته د زعفرانو تخم او هغوی ته يې د کرلو په هکله زدکړې ورکړي. 

دى وايي، په دې کار سره به نه يوازې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د کر مخه اسانه نيول شوي وي، بلکې د کرونده ګرو تر څنګ به يې يو شمېر نورو وزګارو کسانو ته هم د کار زمينه برابره کړې وي.

ځینې کروندګر او ځمکه لرونکي، د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې د دولت په اوسنۍ کړنلاره نیوکه کوي او وايي دولت په دې برخه کې لکه څنګه چې ښايي هغسې مرسته نه ده کړې.

د سروضې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى نور محمد وايي،دی شاوخوا 1300 جريبه ځمکه لري، چې اوس غنم او جوار پرې کري، خو ډېری وخت يې لګښت او حاصل سره برابر وي او خواري يې هسې لاړه شي.

ده وويل((دولت او مرستندويه ادارې هغو  ولايتونو ته پاملرنه کوي، چې کوکنار کري، پکتيکا چې د تاريخ په اوږدو کې يې هېڅ کوکنار نه دي کرلي کروندګرو ته يې چا هېڅ پاملرنه نه ده کړې.)) 

د ارګن ولسوالۍ يو تن کرونده ګراسدالله وايې، ارګن د کرکېلي لپاره پراخې ځمکې لري، خو دولت تر اوسه په دې برخه کې د دې ولسوالۍ له کرونده ګرو سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

دى وايي، که دولت او مرستندويه ټولنې له کرونده ګرو سره د اصلاح شويو داسې تخمونو د ورکړې په برخه کې مرسته وکړي، چې لګښت يې کم او حاصل يې ډېر وي، زياتره کرونده ګر به په کرکيله لاس پورې کړي او ورسره په خپل هېواد د کرنيزو محصولاتو له پلوه په خپلو پښو ودرېږي. 

خو د پکتيکا د کرنې رييس حميدالله توخي وايي، دوی په دې برخه کې له وزارت او مرستندويه ادارو سره خبرې کړې او هغوی ور سره په راتلونکي کال کې ژمنه کړې چې د دې ولايت کرونده ګرو ته به د تخم ترڅنګ د زعفرانو د کرلو زده کړې هم ورکړي.

دى وايي، دوى يو ځل بيا به هم د رسنيو له لارې په دې برخه کې له مرکزي دولت او مرستندويه ادارو څخه د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي. 

روزخبري آژانس

ساحل: پکتيا

د ٧مه 

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c