روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

دولت بايد د کوکنارو د اړولو ترڅنګ له کرونده ګرو سره مرستې هم وکړي

سره له دې چې په يو شمېر ولايتونو کې د کوکOpium_incounter_2نارو د لمنځه وړلو کمپاين پيل شوى، خو ګڼ شمېر ولسي وګړي وايي، دولت بايد په دغه ولايتونو کې د کرونده ګرو سره مرستې هم زياتې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چارواکو په خبره تر اوسه د هېواد په ٢٢ ولايتونو کې د کوکنارو او نشه يي توکو کچه صفر او په نورو کې يې هم د مخنوي هڅې روانې دي.

 

د خلکو په وينا که څه هم د دولت له لوري د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين په چټکۍ سره روان دى، خو د نه مرستو په صورت کې يو شمېر ګرونده بيا هم هڅه کوي، چې د کوکنارو کر ته مخه کړي.

 

دوى هم مني، چې په ګڼ شمېر ولايتونو کې د کوکنارو کچه يو وار صفر شوې، خو دا چې د دولت له خوا ورسره مرسته نه ده شوې او ياهم مرستې کمې او پر وخت نه دي ورسېدلې، نو په دې ولايتونو کې ځينو ګرونده ګرو بيا په خپلو ځمکو کوکنار کرلي.

د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى موسى جان وايي، هر کال د دولت له خوا د کوکنارو د لمنځه وړلو کمپاين پيل شي او زرګونه جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړي، خو دا چې مرستې ورسره نه کېږي او يا هم کمي وي، نو يو شمېر ګرونده ګر بيا کوکنارو ته مخه کړي.

نوموړى زياتوي، سږ کال هم د دولت له خوا د کوکنارو د لمنځه وړلو کمپاين په چټکى سره روان دى او زياته ځمکه يې له کوکنارو پاکه کړې.

خو که له کرونده ګرو سره د اصلاح شويو تخمونو، کمياوي سرې، او حصلاتو ته يې د بازار موندنې په برخه کې مرستې ونشي، ښايي دا کمپاين چندان اغيزنه ونه لري او يو شمېرکرونده ګر به بيا کوکنار وکري.

ده روزخبري آژانس ته وويل(( دولت د نشه يي توکو د لمنځه وړلو په برخه کې سږ کال ډېر جدي دى، نور هم بايد جدي شي، خو هله به يې اغيزه زياته وي، چې له کرونده ګرو سره مرسته وشي.))

د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکى عمر خان هم وايي، که دولت له کرونده ګرو سره پر وخت او پوره مرسته وکړي، نو د کوکنارو د لمنځه وړلو پروسه به يې ډېره زر بريالى شي.

نوموړي روزخبري آژانس ته وويل(( چارواکي د کوکنارو د کمپاين پر مهال د خورا ډېرو مرستو ژمنه کوي، خو وروسته يې هېرې وي، دا کار د دې لامل ګرځي، چې ځينې کرونده ګر بيا کوکنار وکري.))

په همدې حال د کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالى ويسا هم وايي، چې سږ کال يې د کوکنارو پر ضد ګړندۍ هڅې پيل کړې او د عاملينو سره به يې جدي چلند وشي.

خو تر څنګ يې دا هم وايي، په پلان کې لري، چې له کرونده ګرو سره وړ او پر وخت مرستې وکړي، تر څو بيا د کوکنارو کرولو هڅه ونه کړي.

نوموړي روزخبري آژانس ته وويل، چې  ټولو ولسوالانو، امنيه قومندانانو او د پوستو قوماندانو ته يې امر کړى، چي څوک د دې ناوړه او غير قانوني بوټي کر ته پرېنږدي.

د والي په ټکو، د دې ترڅنګ هڅه کوي چي پر وخت او زمان د بزګرانو حلالو او قانوني توليداتو ته بازار پيدا کړي او ورسره د حرام کښت د نه کرلو په بدل کي د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې مرسته وکړي.

کندهار والي وايي، د کوکنارو د له منځه وړلو د حل يوازينۍ لاره دا ده څو کورني محصولاتو ته مارکېټ پيدا شي او مرسته کوونکي مؤسيسې د افغان بزګرانو د مځکو او باغونو محصولات همدلته په کور دننه وپېري څو حلال کښت ته خلک مخه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امريکا تازه په تازه له افغانستان سره د نشه يي توکو د لمنځه وړلو په برخه کې د ١٩،٢ ميليونو ډالرو مرسته کړې.

د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي، دغه مرسته به په هغه ولايتونو کې ولګوي، چې د کوکنارو له کر څخه پاک اعلان شوي.

خو په همدې حال ګڼ شمېر شنوونکي او ګرونده ګر وايي، دولت بايد د دغه مرستو په برخه کې د اداري فساد مخنيوى هم په جدي توګه وکړي، دا ځکه چې، زيات وخت مرستې کرونده ګرو ته نه رسي او د ځينو سيميزه چارواکو جيبونو ته لوږې.

روزخبري آژانس

پامير: کندهار

د لنيدۍ ٢١مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c