روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

دمخابراتي شبکوبندښت پکتيکاوال له ستونزو سره مخ کړي

په پکتيکا کې له تېرو څو ورځو راهيسې ټولو مخابMobile_Antenna_1راتي شبکو خپل فعاليت بند کړى چې د دې ولايت اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. 

د سيمې خلک وايي څو ورځې وړاندې يې د پکتيکا په مرکز او بېلا بېلو ولسوالي کې و سله والو طالبانو له خوا خپرې شوې داسې خبرپاڼې ترلاسه کړې چې،په کې له مخا براتي شبکو په دغه ولايت کې د بنديز غوښتنه شوې.

که څه هم دوى وايي په خبرپاڼه کې د دې شبکو د بندېدو کوم لامل نه دى په ګوته شوى خو په وينا يې مخابراتي شبکې اوس په ټپه ولاړې دي.

 

د پکتيکاوالو په وينا دغه ستونزې يې نه يوازې په سوادګريزو چارو بده اغېزه کړې بلکې، په روغتيايي او نورو ګڼو برخو کې ورته ستونزې راټوکولې.

که څه هم له دې وړاندې  په پکتيکا يوازې دشپې له خوا مخابر اتي شکبې فعاليت نه کاوه خو دالومړی ځل دی ،چې دشپې او ورځې مخابراتي شبکې فعاليت بندوي

 پکتيکاوال اوس د تېر په شان د خپل روغ ناروغ،کورنيو،او نورو برخو کې پوښتنه نشي کولاى.

دپکتيا پوهنتون يو تن محصل ،چې دپکتيکا ولايت دسروضې ولسوالۍ اوسيدونکی دی وايي څو ورځې کيږي ،چې له کورنۍ سره يې اړيکه نده نيولې او ددغې ستونزې ته ډېر په انديښنه کې دى.

نوموړي روزخبري آژانس ته وويل((چارواکي بايد په دې اړه ژر تر ژره په دې اړه اقدام وکړي.))

د ريدي ګل په نوم يو تن هټى وال وايي وړاندې له دې به يې د کلي موټر د مرکز شرنه ښار ته تلل او په تلېفون به يې ترې د دوکان له پاره د عمده فروشانو څخه سواد راغوښتنه خو اوس اړى دى چې خپله بازار ته ولاړ شي.

دى وايي د مخابراتي شبکو بندښت د جګړې په ښکېلو غاړو هيڅ اغېزه نه کوي بلکې ټول زيان يې ولسي وګړو ته رسي.

له بلې خوا دمخابراتو وزارت هم په پکتيکا کې دغه ستونزه مني او وايي، چې په دې اړه ېې له مخابراتي شبکو سره خبرې پيل کړې دي . 

دمخابراتو وزارت د (اترا) د ادارې سرپرست انجنر محمد فضلي روز خبري آژانس ته وويل((مونږ دغه ستونزه منو خو بايد ووايو ،چې مخکې له دې ،چې شبکې بندې شي ،دپکتيکا چارواکو له مونږ سره پدې اړه هيڅ اړيکه نه وه نيولې.))

دی وايي ،چې همدانن ېې په کابل کې دشبکو له مسولينو سر ه خبرې اترې پيل کړې او د دې ستونزې په اړه ورسره خبرې و کړي.

که څه هم د سيمې خلک وايي دغه شبکې د وسله والو طالبانو له خوا بندې شوې خو خپله طالب وياند ذبيح الله مجاهد له دغه پېښې بې خبري وښوده.

نوموړى وايي هم مني چې په دغه ولايت کې مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى خو وايي دوى په دې اړه پلټنې کوي چې دغه شبکې د چا له خوا بندې شوې.

د ويلو ده چې د مخابراتي شبکو د بندښت ستونزه يوازې په پکتيکا کې نه بلکې د هيواد په ګڼ شمېر ولايتونو کې رامنځ ته شوې.

په لوګر او ميدان ورګو ولايت کې هم د مازيګر له څلورو بيا د سهار تر اتو بجو پورې مخابراتي شبکې کار نه کوي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه ستونزه نېږدې يوه مياشت وړاندې په هلمند او زابل ولايتونو کې هم رامنځ ته شوې وه.

خو خپله دشبکو چارواکو تر دې دمه ددې موضع په اړه څه ندي ويلي . 

روزخبري آژانس

ساحل:پکتيا

د غبرګولي ٢٦مه


 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c