روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

پکتيا کې د ځوانانو ته روزنيز مرکز پرانستل شو

د پکتيا ولايت مرکز ګرديز کې د ځوMap_of_Paktiaانانو له پاره روزنيز مرکز(پکتيا ټرينينګ هال) پرانستل شو.

دغه مرکز د پکتيا پريس کلب په نوښت جوړ شوی، چې په بيلابيلو برخو کې به ځوانانو ته روزنه ورکوي .

د دې مرکز پرانسته تېره ورځ د پکتيا ولايت مقام د کنفرانسونو په تالار کې وشوه، چې د پکتيا مرستيال والي عبدالرحمن منګل،د ادارو ريسانو،دولايتي شورا غړو،مدني ټولنو،او يوشمير نور کسانو برخه اخيستې وه.

دغونډې په پيل کې ديادروزنيز مرکز مسول ساحل منګل دښه راغلاست وينا تر څنګ ددې روزنير مرکز په اهميت او له دغې مرکز څخه دګټې اخيستنې په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وويل په دغه روزنيزمرکز کې به له يوې خوا ځوانانو ته په بيلابيلو برخو کې روزنه ورکول کيږي او تر څنګ به ېې په پکتيا کې نورو ادارو ته هم په واک کې ورکول کيږي . 

دپکتيا پريس کلب مشر احسان الله مهجور په خپلو خبرو کې وويل:داچې دغه روزنيز مرکز نوی په فعاليت پيل کړی نو له ټولو مرستندويه ادارو او دولتي چارواکو څخه هيله کوو،چې په دې برخه کې مرسته وکړي ترڅو دغه مرکز ښه خدمتونه وړاندې کړي . 

دپکتيامرستيال والي عبدالرحمن منګل په خپلو خبرو ددې روزنيز مرکز په جوړيدو خوښي وښوده اوزياته ېې کړه ،چې  داډول مرکزونه دځوانانو دعلمي اوروزنيزه برخه کې ډير ګټور تماميږي .

نوموړي زياته کړه ،چې تر خپله وسه پورې به ورسره مرسته وکړي تر څو دامرکز په خپلو پښو ودريږي .

دپکتيا دولايتي شورا مرستيا ډاکتر عالمير ځاځي هم په دې اړه خبرې وکړي او ويي ويل ،چې په ټول توان ددې مزکر دجوړيدو ملاتړ کوي ،او دغه مرکز سره به دپکتيا ځوانانو سره مرسته وکړي تر څو ددوی علمي سوېې لوړې شي .

همدارنګه ددې غونډې په پای کې په پکتيا کې دبيلابيلو ادارو استازو ژمنه وکړه ،چې ددې مرکز سره هرډول مرسته وکړي .

ياده دې وي ،چې پکتيا پريس کلب څه دپاسه له دو کلونو راهيسې په پکتيا کې فعاليت کوي ،چې دژورناليستيکي کارونو تر څنګ ځوانانو ته په بيلابيلو برخو کې روزنيز کورسونه او پرګرامونه جوړوي .

روزخبري آژانس

ساحل: پکتيا

د تلې ٣مه

.

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c