روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

په هلمند کې ۲۶۷طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند امنيه قوماندان وايي، د ګرم Taliban_17موسم په وجه طالبانو پدې ورستيو کې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې پرامنيتي پوستو بريدونه کړي، چې په اکثروبريدونه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايې يوازې په تېرو دريو ورځو کې د هلمند په جنوبي ولسواليو کې د وسلوالوطالبانو اته څلويښت مهم قوماندانان وژل شوي دي.

قوماندان الهام د يکشنبې په ورځ د يوې خبري  ناستي په ترڅ کې رسنيوو ته وويل:په موسمي جګړوکي اکثروخت دوسلوالوطالبانوبريدونه چټک کېږي ، او دوى له کروندو څخه په ګټې اخيستنې پر امنيتي پوستو بريدونه کوي.

د ده په وينا د تېرو دوو مياشتو په موده کې ٢٤٣وسلوال مخاليفين وژل شوي او ٢٤يي زخميان شوي  ٧٩يي ژوندي نيول شوي دي. 

نوموړي زياته کړه، چې پدې ترڅ کي درې سوه او شپږ حلقې د وسايطو او پرسونل ضد ماينونه کشف او خنثي شوي، او له وسلوالو طالبانو څخه ٦٩ميله سپکي او درنې وسلې او ٣٣عرادې وسايط ترې نيول شوي دي.

دغه راز د هغه په وينا ٣٠٦٣ مرمۍ، ٧٦٠عدده سپکې مرميو پر نيول کېدو سربېره ٢٢٩کيلو ګرامه مايع او جامد تارياک نيول شوي دي.

امنيه قوماندان وايې، په دغو نښتو کې د ٩ پوليسو د وژل کېدوو تر څنګ ١٥ زخميان شوي، او د وسلوالو طالبانو د ښخ سوو ماينونو په چاودونکو  ٨٨ ولسي خلک وژل شوي او ٨٩ ټپيان شوي دي.  

هغه زياته کړه، د تېرو دوو مياشتو راهيسې په لښکرګاه ښار کې څلور غلچکي بريدونه رامنځته شوي، چي لاتر اوسه يې پوليسو عاملين نه دي نيولي.

خو بل خوا د وسله والوطالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې د هلمند په کجکي .ګرشک،سنګين او يوشمير نورو ولسواليو کې شاو خوا شل تنه افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده او همدارنګه په ګرشک ولسوالي کې د څلورو تنو پوليسو د طالبانو سره د يو ځاى کېدو خبر ورکوي.

خو د هلمند ځايي امنيتي چارواکي دغه ادعا رد وي.

روزخبري آژانس

پامير: کندهار

د تلې ٣مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c