روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

د ملي اردو څلور سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

امنيتي چارواکي وايي، په کندهار ANA_Soldier_2ولايت کې د سړک د غاړې په يوه بمي چاودنه کې د ملي اردو څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دوى په خبره دغه پېښه تېره ورځ د کندهار ولايت په ژېړۍ ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ملي اردو سرتېري په سيمه کې د ګزمې په حال کې وو.

په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه روزخبري آژانس ته رسېدلې خبرپاڼه وايي، د ماين په دغه چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي.

د خبرپاڼې په وينا، چې ټپي سرتېري روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

له دې سره په خوا کې خبرپاڼه وايي، په ژېړۍ، پنجوايي او ارغنداب ولسواليو کې د ملي اردو سرتېرو ١٥ کړۍ لاسي جوړ بمونه چې په ځمکه کې خښ کړل شوي وو، کشف او شنډ کړي دي.

بايد وويل شي د سړک د غاړې ماين چادونې د امنيتي پلوه هغه لويه ستونزه ده، چې د نظامي ځواکونو تر څنګ يې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته هم ژوند سخت کړى دى.

روزخبري آژانس

پامير: کندهار

د تلې ٣مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c