روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

خوست کې د سولې شورا ودانۍ ګټې ته وسپارل شوه

په خوست ولایت کې د سولې شMap_of_Khostورا دد فتر وداني د پټې په پریکولو سره ګټې اخیستې نه ته وسپارل شوه.

یاده وداني چې نیږدي پنځه لکه امریکایي ډالر لګښت پرې شوی ۱۴ خونې لري چې د نهو میاشتو په اوږدو کې یې چارې بشپړې شوې.

د مرکز کابل څخه راغلي پلاوي او د افغانستان د سولې شورا لوموړی مرستیال عبدالحکیم مجاهد د دغې ودانۍ په اړه وويل: ډېر د خوښۍ او خوشالۍ ځای دی چې د سولې شورا ریاست لپاره یوه داسې ودانۍ جوړېږي چې پدې سره به د دې ریاست مسؤلینو هغه ستونزې چې دوی ورسره مخ وو حل شي.

مجاهد زیاتوي،د افغانانو لپاره تر ټولو ضروري کار سوله ده، چې پدې هېواد کې سوله راشي، تر څو ټول هېوادوال په ارامۍ او سوکالۍ سره ژوند وکړي.  

د افغانستان د سولې شورا لوموړی مرستیال عبدالحکیم مجاهد وويل،  هغه څه چې د سولې پر مخکې خنډ ګرځېدلى هغه یې د افغانانو د بې ځایه نومونو شاملول، په تور لیست کې وبلل چې یو شمیر یې پخوا وو او هم نور پکې شاملوي.

ياده دې وي، چې د شولې د عالي شوراله جوړيدو سره سم په ټولو ولايتونو کې د سولې شورا تشکيل شوې، چې په ځينو کې ېې په کرايه او ځينو ولايتونو کې ورته ودانۍ جوړې شوې دي.

روزخبري آژانس

ساحل: پکتيا

د تلې ٢مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c