روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

پکتياوال د روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي

په پکتيا کې د لرو پرتو ولسواليو اوسېدوMap_of_Paktia_2نکي په خپلو کلينيکونو او سيمه ييزو روغتونونو کې د قابله ګانو له نشتوالي څخه شکايت کوي.

دوى وايي چې که روغتيايي مرکزونو ته يې له مرکز ګردېز څخه قابله ګانې ور وانه ستول شي دوی به په راتلونکي نږدې وختونو کې له ګڼو لويو ستونزو سره مخ شي.

محمد انور چې د زرمت ولسوالي اوسېدونکی دی  وايي: د دوۍ په ولسوالۍ کې ښځينه ډاکټره نشته او کله چې دوى ناروغان ولايتي ملکي روغتون ته وړي، نو د لارې د خرابوالي له امله په لار کې ساه ورکړي.  

يو بل تن اسماعيل حبيب چې د ميرزکې ولسوالۍ اوسېدونکی دی له دولت څخه غوښتنه کوي، چې ولسواليو ته دې ښځينه ډاکټرانې ولېږي تر څو د دوى ستونزې حل شي.

د عامې روغتيا رياست سرپرسته ډاکټره نازدانه پکتياوال  که څه هم په لرو پرتو ولسواليو کې د قابله ګانو د نشتوالي ستونزه مني، خو د هغوی نه کار کول په ولسواليو کې د ځان له پاره هم د يو لوی ګواښ په ډول يادوي.

نوموړې دا هم وايي چې قابله ګانې په لرو پرتو سيمو او مرکز کې کارکولو ته  د امنيتي ستونزو ، کورنيو مشکلاتو او معاشونو د کموالی خبره کوي.

په پکتيا ولايت کې پنځه دورې قابله ګانې د قابله ګۍ له دوه کلن کورس څخه فارغې شوې دي، چې په هره دوره کې يې ۲۲ تنه نجونو ته سندونه ورکړل شوي او په هره فارغه شوې نجلۍ نږدې ۴۰۰۰ زره امريکايي ډالره لګښت شوی دی. 

د قابله ګانو نه تګ ولسواليو ته ښايي پرته د مور او ماشوم د مړينې د کچې د زياتوالي نورې ډېرې ستونزې راپيدا کړي؛ ځکه چې د ولسواليو اوسېدونکي نه شي کولی ښار ته په خپل وخت ځان ورسوي او د ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې له ګڼو روغتيايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د يادونې ده چې دا مهال د دې ولايت په دوو ولسواليو کې ښځينه ډاکټرانې دي او اوسېدونکي يې شکايت کوي، چې هغوی يې  له ناروغانو سره سم چلند نه کوي او ډېر وخت  خپلو دندو ته نه حاضرېږي. 

روزخبري آژانس

ساحل: پکتيا

د تلې ٢مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c