روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

د طالبانو په بريد کې څلور پاڅون وال وژل شوي

وسله والو طالبانو په غزني ولايت کې د پاڅوTaliban_14ن والو په امنيتي پوستو وسله وال بريد کړى، څلور تنه پاڅون وال يې وژلي او دوه يې له ځان سره وړي دي.

جګړه تېره شپه د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د شلګر، د صاحب خان او ګانډر په سيمو کې رامنځ ته شوې ده.

د پاڅون والو مشر فيضان الله فيضان وايي، وسله والو طالبانو په يادو سيمو کې د د دوى په ملګرو وسله وال بريد کړى او جګړه رامنځ ته شوې ده.

نوموړي روزخبري آژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې څلور تنه پاڅون وال وژل شوي او دوه نور وسله والو طالبانو ژوندي بېولي دي.

دى وايي، طالبانو په سيمه کې يو کور ته اور هم ورته کړى او يو موټر يې سوځلى او بل يې له ځان سره بېولى دى.

په سيمه کې عيني شاهدان هم وايي، جګړه د شپې پيل شوه، چې تر سهار يې دوام درلود، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې دوى ته معلومات نشته.

خو وسله وال طالبان چې پاڅون وال ولسي پاڅون کوونکي نه بلکې اربکيان بولي ورسره د جګړې پخلى کوي.

طالب وياند ذبېح الله مجاهد وايي، په دغه بريد کې يې اته تنه د ده په وينا اربکيان وژلي او ګڼې وسلې او مهمات يې ترې نيولي دي.

مجاهد د کور د سوځولو په اړه څه ونه ويل، خو وايي درې امنيتي پوستې يې سوځلې دي.

دواړو لور د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

اندړ د غزني ولايت يو له هغه سيمو څخه ده، چې د رپوټنو له مخې په لومړي ځل په کې د وسله والو طالبانو په ضد خلک راپورته شول.

پاڅون کوونکي وايي، دوى په سيمه کې له وسله والو طالبانو نور تنګ شوي وو، نو ځکه يې په وړاندې وسلې ته لاس کړ، خو طالبان بيا وايي، دا ولسي پاڅون نه بلکې اربکيان دي، چې دولت او بهرنيو ځواکونو يې په ګڼو ولايتونو کې له وړاندې د راپورته کېدو پروسه پيل کړې او وسلې ورکوي.

روزخبري آژانس

يحيى شهيدزوى: لوګر

د تلې ٢مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 51.45
افغانی
1 یورو en 63.90 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 24 24
مزار شریف 27 27
هرات 26 26
قندهار 29 29
جلال آباد 31 31


15c